|
نوى کور، نوى ژوند: نهمه اونۍ: څوارلسم کال | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوى کور، نوى ژوند کله چې جانباز په دې پوهېږي چې آد م خان د گډې پولې نيمايي برخه په خپله ځمکه کې ورگډه کړې ده. يوم را اخلي او د آدم خان د کرلي پټي د غاړو د جوړولو تر څنگ پوله بېرته جوړوي. سمندر له هغوى غواړي، چې خبره دې يو ځل له آدم خان سره شريکه کړي، خو جانباز يې نه مني. کله چې آدم خان د خپل کرل شوي پټي څنډې ورانې ويني ،خپلو دهقانانو ته امر کوي چې دوى هم په ورته کار لاس پورې کړي. په دې و خت کې لعلباز نږدي کېږي او اعتراض کوي، خو د آدم خان د دهقانانو له خوا سخت وهل کېږي. لعلباز د ډېرو وهلو ټکولو له لاسه بې حاله کېږي .جانباز هغه کلېنيک ته رسوي. غوټۍ ژاړي او وايي هسې نه چې لعلباز د لارې په اوږدو کې مړ شي. بله ورځ آدم خان په وارخطايۍ د خپل زوم، گل محمد ، دوکان ته ورځي او د لعلباز د مړينې د گونگوسي د اورېدو خبره کوي. دا چې د لعلباز د مړينې خبره به رښتياوي که نه، دډرامې راتلونکې برخې به يې روښانه کړي. خوهلته د ولسوالۍ په بازار کې گلاب شاه په جانداد باندې خلک راټول کړي او ورته وايي چې د ټولو تر مخ دې اقرار وکړي چې د ده له کوره يې ترموز غلا کړى دى. خو ثمرگل وايي چې ترموز د گلاب شاه زوى، بهادر شاه، په دوى خرڅ کړى دى. گلاب شاه ترموزکورته وړي او بي بي گلې ته يې ورکوي او دبهادرشاه د غلا ورته وايي. بهادر شاه منکرېږي. گلاب شاه په غوسه کيږي او د ترموز گوذار پرې کوي چې ترموزهم ماتېږي. اوس راځئ چې دناظرخبر واخلو. ناظر د هغه پېښو نه چې رامنځ ته کړې يې وې پښېمانه دى او سرور خان ته وايي چې اوس نه شي کولاى آزاد او له ډاره پرته کې وگرځي.
سرور خان ډاډ ورکوي چې د هغه مدعيان به راضي کړي، خو کله چې مجيد سرور خان ته دناظرله لاسه په شکايت راځي،ناظرډېر وارخطاکيږي. خو سرورخان مجيد ته وايي چې تاوان به يې ورکړي. په پاى کې ناظر په خوښۍ بابا اسلم ته ورځي او هغه ته وايي چې سرور خان ټولو هغو کسانو ته چې په پېښو کې زيانمن شوي وو، راضي کړي او اوس هغه خوشاله دى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||