|
څوارلسم کال: يوولسمه اوونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوى کور، نوى ژوند رحيمداد د آدم خان سر جوړوي چې ناڅاپه جانباز له ټوپک سره راځي او سره له دې چې رحيمداد ورته عذر کوي او مخه يې نيسي،خو بياهم جانباز په آدم خان باندې ډزې کوي. جانباز په وارخطايى کورته ځي، غوټۍ ته وايي چې هغه د خپل زوى د غچ اخيستلو له پاره په آدم خان باندې ډزې کړي،خو خبرنه دى چى ادم خان به مړ وي که ژوندى. ګل محمد آدم خان کلنيک ته وړي، کله چې مجيدله پېښې خبريږي، ځان کلنيک ته رسوي ، هلته ګل محمد ورته وايي چې دآدم خان وضع خرابه ده. له بلې خوا عاطفه د رحيم له خولې نه رابعه ګلې ته وايي چې ايدز د ښځو اونارينه و ترمنځ د ناروا اړيکوڅخه پيدا کيږي. جانداد او فاطمه هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي. خورابعه گله ورسره دا خبره نه مني. رابيا ګله د ګل مکۍ سره مخامخ کيږي او له عابدې نه شکايت کوي چې ددې لمسۍ عاقلې ته يې دوا نه ده ورکړې . ګل مکۍ د هغې ددې کارعلت پوښتي. رابياګله وايي چې دعابدې په لاس جوړ شوي دارو چې دايدز په ناروغۍ اخته ده ، زيان لري. ګل مکۍ دعابدې کورته ورځي او د جانداداوفاطمې په ايدز داخته کېدو خبره ورته کوي او وايي چې دهغوى ناروغي دنامشروع اړيکونه پيدا شوې ده. عابده داخبره ناسمه بولي او له هغې نه غواړي چې داخبره چاته ونه کړي،خو ګل مکۍ يې نه مني. ګل مکۍ چينې ته تللې اوپه کنايه شفيقې ته وايي چې فاطمه چې چينې ته نه ده راغلې هغه په شرموونکي مرض، ايدز اخته ده او ټول کلى پرې خبر دى. شفيقه په خپګان کورته ځي. زلمى يې لامل پوښتي. شفيقه وايي چې ګل مکۍ په کلي کې آوازه اچولې چې د جانداد او فاطمې دايدز ناروغي له بدلمنۍ څخه پيدا شوې ده. زلمى د هغوى خبرې ناسمې بولي او شفيقې ته وايي چې فاطمه له دې خبرې نه خبره نه کړي.
سمندرشمشيرخان ته راغلى او له هغه نه غواړي چې دفابريکې دجوړولو په کار کې يې دخټګر په حيث ونيسي. شمشيرخان ورته وايي چې همدا اوس دې په کار پيل وکړي او اجوره به يې هغه وخت وټاکي چې يوځل يې عملاً کار وګوري. سمندرد يوې ډلې مزدورانوسره دښارنه دسربندکلي په لور روان دى چې دکريم سره مخ کيږي. کريم ترې ګېله کوي چې مزدوران به يې له خپل کلي نه نيولي واى. سمندر وايي چې داکار به هم وکړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||