|
نوى کور،نوى ژوند: لسمه اوونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوى کور،نوى ژوند لعلبازدګډې پولې په سرد شخړې په لړکې دآدم خان دبزګرانو له خواسخت وهل شوى. آدم خان له دې ويرې چې هسې نه لعلبازپه دې پېښه کې مړشوى وي، خپل ځان په يو نامالوم ځاى کې پټ کړى دى. ګل محمد نسيم ته وايي ، چې له کلنيک نه دلعلباز دژونداو مړينې خبر ورته راوړي. نسيم ځان کلنيک ته رسوي او هلته ګلالۍ ورته وايي چې په لومړي سرکې د لعلباز حال ډېرخراب و،خو اوس د مړينې له خطرنه بچ شوى دى. جانبازپه ډېر قهرګل محمد د آدم خان په جرم کې شريک بولي او د هغه دپټېدو دځاى پوښتنه ترې کوي. ګل محمد ځان ناګاره اچوي ،خو جانبازيې ګريوان ته لاس اچوي. نسيم بدل اخيستل دشخړې د حل لاره نه بولي او وايي چې داکارشخړه له بدوبدتره کوي. ګل محمد آدم خان ته وايي، چې جانباز دبدل اخيستو نيت لري او دده دنيولو په هڅه کې دى. آدم خان خپل ځان زورور ا ودکلي ملک او جانباز يو بېوزله کليوال بولي او وايي ، چې زور يې له ده سره برابرنه دى. شمس خپلې مور ته وايي چې آدم خان يې د خپلو ځمکوپرسروليد. جانباز چې داخبره اوري په بيړه ټوپک اخلي اوله کوره وځي. خوهاخوادولسوالۍ په بازار کې بهادرشاه خپلې جامې په کڅوړه کې اچوي او وايي ، چې دخپل پلار د ناوړه رويې اودموردنه زړه سوي په خاطر د تل لپاره له کوره ځي. بي بي ګله په ژړا ګلاب شاه خبروي چې بهادرشاه له کوره مرورشوى. ګلاب شاه له هغې نه پيسې غواړي چې د بهادرشاه په لټه پسې ووځي. بي بي ګله غواړي له بکسه پيسې راواخلي خو که ګوري، چې کولپ مات شوى او ټولې پيسې ترېنه غلاشوي دي. ګلاب شاه د بهادرشاه دلټې په هڅه د جانداد د خياطۍ دوکان ته ورځي. جانداد ورته وايي، چې ثمرګل هم دکان ته نه دى راغلى. ګلاب شاه ستړى ستومانه کورته ستنيږي، بي بي ګلې ته د بهادرشاه د نه پيداکېدوخبره کوي او هغه ملامتوي چې زوى يې ډېرنازولى رالوى کړى دى،\
خو بي بي ګله بياپړه په ګلاب شاه اچوي او وايي چې د هغه بدې رويې بهادرشاه له کوره تېښتې ته اړ کړى دى. له بلې خوا په برکلي کې ناظر سرورخان ته وايي چې هغه غوښتل دتراکتور چلول زده کړي ترڅوله دې لارې يوڅو روپۍ پيدا اوځانته واده وکړي. خو له بده مرغه هروخت کارونه ترې ورانيږي. سرورخان هغه دلاساکوي او ورته وايي چې واده به هم ورته وکړي. ګلالۍ سرورخان ته وايي چې داځل هغه په خپله، ناظرته ديوې نجلۍ لټه کوي. داچې ناظر ته به څوک ښځه ورکړي او که نه ، دډرامې په راتلونکو برخو کې به جوته شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||