|
څوارلسم کال: پېنځه لسمه اوونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی ګور، نوی ژوند: ثمرگل په خجالتۍ دوکان ته ورغی، جاندادته يې په زاريو وويل:" بيا به هېڅکله نېشه ونه کړم"خو جانداد ونۀ منله په غوصه يې له دوکان نه وشاړۀ. ماښام ثمر گل کورته نه دى راغلى، کورنۍ يې ډېره وارخطا وه. زرمينې اکبر ته وويل:" له جانداد نه د ثمر گل پوښتنه وکړه." اکبر په توره شپه د جانداد کره ورغی دثمر ګل پوښتنه يې ترې وکړه. جانداد وويل:" ثمرگل ټوله ورځ د نشه يي هلکانو سره راشه درشه لري" قمبر گل سهار وختي د نسيم دوکان ته ورغی اود ثمرگل د درک پوښتنه يې ترې وکړه، نسيم د هغه بليار کلب نښه ورکړه، چې هلته نېشه يى هلکان ټوله ورځ په ويډيوګېم جواري کوي. د شپې ناوخته ثمر گل او بهادر شاه له نورو هلکانو سره په يوه خونه کې نېشه ناست دي او سندرې اوري. ثمرگل غوښتل چې کورته ولاړ شي خو بهادر شاه پرېنښود. گل محمد کور ته راغی ، په خپگان يی وويل:" آدم خان کوم اجرتي قاتل ته وظيفه ورکړې وه چې لال باز په کلينيک کې ووژني آدم خان يې سر تمبه بنيادم وبالۀ . پريگلې په عذر له هغه وغوښتل چې د آدم خان او جانباز تر منځ د دښمنۍ مخه ونيسي. غوټۍ کلينيک ته ولاړه ، لا لبازيې و هڅاوۀ چې له کلنيک نه وتښتې ، ځکه چې هلته يې ژوند په خطر کې دى. لا لباز دتېښتې هڅه وکړه خو گلالۍ يې مخنيوی وکړ، گلالۍ ورته ډاډ ورکړ چې هيڅ زيان به ورته ونه رسيږي. غوټۍ بېرته کورته راغله، جانباز ترې د لالباز پوښتنه وکړه، غوټۍ وويل:"د کلنيک کارکوونکو يې مخه ونيوله"جانبازګواښ وکړ چې په زور به يې له کلنيک څخه راوباسي.
معلم رحيم، گل خان د کليوالو له هغې پرېکړې خبرکړ، چې غواړي د حشر له لارې په کلي کې نيالگي وکري، گل خان خوښ شو او رحيم سره يې ژمنه وکړه چې دى به په ټراکټور کې د نيالگيو په راوړلو کې مرسته وکړي. گل خان، مجيد ته ورغی، ترې ويې غوښتل چې د نيالگيو د کرلو په اشر کې ورسره برخه واخلي، مجيد ځان تېروي خو گل خان ورته وويل: " نيالگيو په کرلو وطن شينيږي او د ملا له خولې د نيالگيو کر صدقه جاريه بولي. " |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||