BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:40 گرينويچ 2008 ,30 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال: اتلسمه اوونۍ
نوی کور، نوی ژوند

نوی کور، نوی ژوند:

جانباز او لالباز وارخطا کور ته راغلل. غوټۍ ډېره اندېښمنه وه، د ډزو پۀ اړه يې پوښتنه وکړه.جانباز وويل:" پۀ ملک آدم خان باندې مو خطايي ډزې وکړې."

پۀ بر کلي کې کليوال ددغو پېښوپۀ اړه خواشيني دي، عاطفې رحيم ته وويل:" د ملک آدم خان او جانباز تر منځ د شخړې په هوارۍ کې هڅه وکړه."

دغه راز غوټۍ، پريگلې ته خواست وکړ، چې سيد محمد د دوى او د ملک آدم خان تر منځ د گډې پولې پۀ سر د راولاړې شوې شخړې هوارۍ ته وهڅوي.

پريگلې د غوټۍ خواست سيد محمد او گل محمد ته ووايۀ او هيله يې تر ې وکړه ، د هغې خپلوۍ لۀ مخې چې آدم خان سره يې لري، د شخړې پۀ حل کې هاندو هڅه وکړي.

درانه ( شاقه کارونه )
 پرتنکيو ځوانانودرانه او له وسه پورته کارونه کول د هغوی بدنی او د ماغي وده اغېزمنوی.

سيد محمد ملک آدم خان ته ورغلى اوترې غواړي چې لۀ جانباز سره خپله شخړه د خبرو اترو لۀ لارې حل او فيصله کړي. آدم خان و نۀ منله،

سيد محمدوويل:" زۀ خپله پۀ دې لار کې کوښښ کوم." بل پلو، رحيمداد غوښتل، چې خپل زوى د شمشېر خان د کارخانې پۀ ودانۍکې پر کار وگماري.

شمشيرخان هغه باشى کريم ته ولېږۀ. رحيمداد، الله داد ته زيرى ورکړ، چې دشمشېرخان پۀ کارخانه کې پۀ کارګمارل شويدی،

خوچې پۀ اخلاص سره کار وکړي، خو د سختو او لۀ خپله وسه پورته کارونو لۀ کولو څخه ډډه وکړه.

الله داد رېگ غلبېلوۀ، کريم پرې گوتنيونه وکړه، چې ته بايد سخت کارونه هم وکړئ. سمندروويل:" الله داد تنکى ځوان دی او سخت کارونه ورته مناسب نۀ دي."

غوټۍ اوپريګله
غوټۍ، پريگلې ته خواست وکړ، چې سيد محمد دې د دوى او ملک آدم خان تر منځ روغه وکړي.

ا خوا، ثمرگل لا تر اوسه لا درکه دى، اکبر د خپلۍ لټۍ لۀ دوام نه ناهيلى دى او ډېر خواشينى دى،

چې لۀ بې لارو هلکانو سره د ناستې پاستې پۀ پايله کې ثمرگل بې لارې شوى. قمبرگل وويل:

" زما لټې هم گټه ونه کړه." خو ثمرگل چې لۀ بهادر شاه سره گرځي وږى دى، بهادر شاه لۀ ځان سره بوت چې د لوږې چاره يې وکړي.

حميده اوګلالۍنوى کور، نوى ژوند
اوو لسمه اوونۍ
ثمرګل او جاندادڅوارلسم کال
پېنځه لسمه اوونۍ
داکتر او مجيدڅوارلسم کال
څوارلسمه اوونۍ
416a.jpgنوى کور،نوى ژوند
دولسمه اوونۍ
نوى کور، نوى ژوندڅوارلسم کال
يوولسمه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>