BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:32 گرينويچ 2008 ,24 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال: اوو لسمه اوونۍ
نوی کور، نوی ژوند

نوی کور،نوی ژوند:

گلالۍ او حميدې لۀ بي بي گلې نه د ماه جبينې شيريني وغوښته، بي بي گلې وويل:" ماه جبينه بايد يو ځل ناظر لۀ نږدې نه وويني."

د حميدې پر سر غوټه وه، ناظر ګومان وکړ، چې گوندې د ماه جبينې دسمال او شيريني يې راوړې ده. گلالۍ يې ګومان بې ځايه وبالۀ اوويې ويل:" د ماه جبينې کورنۍ بايد يو ځل ناظروويني."

گلاب شاه لۀ بي بي گلې نه پوښتنه وکړه، چې ماه جبينې ناظر وليد او کنه؟ بي بي گلې وويل:" هو ويې ليد او خوښ شوى يې هم دى."

بابا اسلم د گلاب شاه پۀ حجره کې د خوږې او دسمال پۀ اړه پوښتنه وکړه، گلاب شاه لۀ ناظر سره د ماه جبينې د کوژدې يادونه وکړه.

لۀ بلې خوا شمس پۀ کور کې ځورېږي وايي هسې نه چې ملک آدم خان يې پلار او يا نيکه ووژني، لال باز ډاډ ورکړ، غوټۍ اندېښمنه ده چې جانباز کور ته نه دى راغلى پدې وخت کې ناڅاپه د ټوپک ډزې شوې.

ګلالۍ،حميده او ناظر
ناظر دسمال راوړو ته خوښ ؤ، خوگلالۍ ورته وويل د ماه جبينې کورنۍ بايد يو ځل تا وويني.

جانباز پۀ وارخطايۍ کور ته راغی ويې ويل:" ډزې را باندې وشوې" لالباز اټکل وکړ، چې دا ډزې به ملک آدم خان ورباندې کړې وي.

جانبازتاييد کړه او پۀ غوسه يې وويل:" دا ځل به ملک آدم خان ژوندى پرې نۀ ږدم."

جانباز او لالباز پۀ يوه کنده کې ملک آدم خان ته کمين ونيوۀ، پدې وخت کې يو څوک د دوى خواته رانږدې شو.

عاطفه وارخطا دغوټۍ دوى کره راغله اوپوښتنه يې ترې وکړه، چې جانباز او لالباز چېرته دى؟ غوټۍ ته يې پته نه وه.

عاطفې وويل:" هغه کسان چې پۀ کنده کې پټ ناست وو حتماً لال باز او جانباز وو." پدې وخت کې د ټوپک ډزې و شوې.

شفېقې گلالۍ ته د کلي لۀ ښځو او نجونو گيله وکړه ،چې پۀ فاطمې پسې خبرې کوي او وايي چې فاطمې ته لۀ بدلمنۍ ايډز لگېدلى دى.

گلالۍ دا خبره ردکړه ويې ويل:" زه به حتماً د چينې غاړې ته ورځم، ښځې او نجونې به پۀ دې پوهوم چې د فاطمې اېډز لۀ بدلمنۍ څخه نه دى."

ګلالۍ او د کلي نورې نجونې دچيني خواته
ګلالۍ د کلي نجونې وپوهولې ، چې فاطمه د بدلمنۍ له امله پ ه اېډز نه ده اخته شوې

گلالۍ د چينې پر غاړه ښځو او نجونو ته وويل:" اول جانداد ته لۀ ککړۍ وينې اېډز ورغلى او بيا لۀ جانداد نه فاطمې ته لگېدلى دى."

فاطمې پۀ حسرت شفېقه بختوره وگڼله، چې بې غمه چينې ته ځي، شفېقې وويل:" فاطمې ! ته هم چينې ته تلاى شئ ځکه چې گلالۍ، ښځې او نجونې وپوهولې چې د فاطمې اېډز لۀ بدلمنۍ څخه نه دى.

ثمرګل او جاندادڅوارلسم کال
پېنځه لسمه اوونۍ
داکتر او مجيدڅوارلسم کال
څوارلسمه اوونۍ
416a.jpgنوى کور،نوى ژوند
دولسمه اوونۍ
نوى کور، نوى ژوندڅوارلسم کال
يوولسمه اوونۍ
نوى کور،نوى ژوندنوى کور،نوى ژوند
لسمه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>