|
څوارلسم کال: شلمه اوونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور، نوی ژوند: گل خان او سميع الله يوۀ کس وليده چې، څادرپرې خپور و،سميع الله ووېرېدۀ چې څوک به چا وژلى وي.ګل خان وويل:" کيداى شي مرستې ته اړ وي بايد مرسته ورسره وکړو ". سميع الله يې چې له مخ څخه څادر ليرې کړ، هغه کس ثمرګل و.ګل خان وويل:"دی لۀ نېشه يانوسره ناسته پاسته کوي، نولۀ ويرې کورته نه شي تللى". ګل خان ورته وويل:" خپل کورته ولاړ شه". خوثمرګل دپلارلۀ وېرې کورته زړۀ نۀ ښه کاوۀ. ګل خان داکبرکورته ورغى اودثمرګل دپيداکېدو خبره يې ورته وکړه. دثمرګل پلار پۀ غوسه وويل:"ثمرګل په کله هم کورکې پرېنږدم". ګل خان ورته ويل:"ښه خبره داده چې دځوانانو په وړاندې لۀ زغم څخه کارواخېستل شي". بل خوا بهادر شاه غوښتل چې دبخارغلاشوى دېګ دولسوالۍ پۀ بازار کې پۀ غفار باندې وپلوري،خو نسيم ورورسېدۀ اوبهادر شاه يې دغلاپۀ تورونيو. بهادرشاه هڅه کوله چې وتښتي چې پۀ دې وخت کې دبهادرشاه پلارګلاب شاه راورسېدۀ او لۀ نسيم څخه يې وغوښتل چې دبهادرشاه دتېښتې مخه ونيسي.
ناظر لۀ رابياګلې سره مخ شو، رابياګلې ترې ګيله وکړه چې ولې يې دجوړې او خوږې کاسې پۀ وړلوکې هغه نۀ وه خبره کړې. ناظر وويل:" زۀ لۀ دې دود څخه هېڅ خبرنه وم". بله ورځ ناظر درابياګلې کورته ورغى ورته يې وويل:" زما دکوژدنې ،ماه جبينې ،خوږه کاسه اوجوړه يوسه ".رابياګلې وويل:" زۀ يوازې داکار نه شم ترسره کولاى". ناظروويل:" پريګله به هم درسره ملګرې کړم". شفيقې لۀ فاطمې څخه وپوښتل:" ولې دومره ډېراستراحت کوئ". فاطمې وويل:" ستومانه يمه ،کارته مې ډډه نۀ لګيږي" شفېقې ګومان وکړ چې ښايي دماشوم زېږېدووخت يې نيږدې شوى وي، ورته يې وويل: " دماشوم ترزېږېدودمخه يوځل ګلالۍ ته دمشورې لپاره ورشه". فاطمه پۀ کلينيک کې دخپل راتلونکي ماشوم برخليک ته اندېښمنه وه اووېرېده، چې ماشوم به يې هم دايډز ناروغي ولري. ډاکتر ورته داسې دارو ورياد کړل، چې کېداى شي راتلونکي ماشوم يې لۀ دې ناروغۍ څخه خوندي وساتل شي. ډاکتر فاطمې ته وويل:
" ددې درملوخوړل بايد دماشوم لۀ پيداکېدو څخه درې اوونۍ مخکې پيل شي نو دياد شوو درملونسخه يې هم ورته وليکله. فاطمه دجانداد دکان ته ورغله، نسخه يې هغۀ ته ورکړه چې لۀ ګاونډي ملک څخه هغه داروورته راوړي. جانداد هيله څرګنده کړه چې وکړاى شي دغه دارو پيداکړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||