BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:47 گرينويچ 2008 ,22 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال : يووويشتمه اوونۍ
ګلاب شاه، بي بي ګل او ګلاب شاه
بي بي ګلې ګلاب شا ته وويل له بهادرشاه سره ښه سلوک وکړه چې دهغه باورترلاسه کړئ
نوی کور، نوی ژوند:

ګلاب شاه غوښتل بهادرشاه پۀ زور کورته دننه کړي خو هغه نۀ ننوتۀ،بى بى ګلې ترې ددې کار لامل وپوښت.ګلاب شاه وويل:" دی مې په غلاکې نيولى دى".

بي بي ګلې وويل:"له بهادرشاه سره ښه سلوک وکړه چې دهغه باورترلاسه کړئ". دثمرګل زړۀ پۀ کور کې تنګ شوى و،موريې ورته وويل:

کولاى شي دولسوالۍ بازارته ولاړ شي،خو پلاريی اکبر هغه بازارته لۀ تګ څخه منع کړ.ځکه چې هلته به بيا له خپلوپخوانيوانډيوالانوسره يوځاى شي.

سيدمحمد او معلم رحيم لۀ جانباز سره دآدم خان دشخړې پۀ اړه خبرې کولې. جانباز آدم خان غاصب وګاڼۀ او ګواښ يې وکړ چې پۀ جرګه کې به ونډه وانۀ خلي.

سيدمحمد او معلم رحيم، آدم خان ته هم ورغلل ترې ويی غوښتل چې پۀ جرګه کې برخه واخلي ، خو آدم خان وويل: له جانبازڅخه به غچ واخلي.

معلم رحيم ورته وويل:" لۀ نرمۍ کارواخله اوپۀ جرګه کې خپل اختياربل چاته ورکړه".ادم خان دهغوى خبرې پۀ کلکه رد کړې.

پريګل ، رابيا ګله او ګلالۍ
رابياګلې پرګلالۍ منت وکړ، چې د ماشومانو د لوبو سامان او پاپړ يې ماجبينې ته سوغات لېږل.

سيدمحمد او رحيم له اکبرسره هم د ادم خان اوجانباز خبره شريکه کړه. اکبرهغوى ته ډاډ ورکړ چې هغه به ادم خان دجرګې دپرېکړومنلو ته وهڅوي.

ناظريوه ټوکرۍ چې په رنګارنګ ټوټو يې ښکلې کړې وه ، رابياګلې او پرېګلې ته ورکړه چې دهغه دکوژدنې ،ماه جبينې، دوى کره يې يوسي.

هغوى په لاره کې ټوکرۍ پرانيسته ، دسوغاتونوپۀ ليدلو حيرانې شولې، دواړې دګلالۍ دوى کره ورغلې اود ناظر سوغاتونه يې پۀ کوټه کې وشيندل.

رابياګلې پۀ ګلالۍ منت وکړ، چې ولې يې دماشومانودلوبوسامانونه اوپاپړ ماه جبينې ته سوغات وراستول. ګلالۍ لۀ دې کارڅخه ځان بې خبره وګاڼه.

ګلالۍ دپاپړواودلوبوسامانونو پۀ ټولوبوخته وه چې سرورخان راغى اولۀ هغې څخه يې دلوبودسامانونوپوښتنه وکړه.

ګلالۍ هغه ټول شيان ماه جبينې ته دناظرسوغات وبالۀ چې رابياګلې او پريګلې لۀ نيمې لارې بېرته هغوى کره راوړي دي.

سرور او ګلالۍ
سرورله رابيا ګلې اوپريګلې نه مننه وکړه،ګلالۍ ته يې د ماجبينې کورته د سوغات برابرولو وويل.

سرور دهغوى لۀ دې کارڅخه خوښ شو،لۀ ګلالۍ څخه يې وغوښتل، که داسې کوم دود وي نو پخپله هر څه تيار او دماه جبين کورته دې واستوي.

ماه جبين پۀ کور کې خپه ناسته وه. بي بي ګل ترې دخپګان لامل وپوښت، هغې وويل:" ناظر ته خپه يمه، چې لۀ ډېرې غريبې کورنۍ څخه دی".

بي بي ګلې ډاډ ورکړ چې ناظرله ډېرې شتمنې کورنۍ څخه دى.

ګل خان اواکبرڅوارلسم کال
شلمه اوونۍ
مجيد اوناظرڅوارلسم کال
نولسمه اوونۍ
پريګل اوغوټۍڅوارلسم کال
اتلسمه اوونۍ
حميده اوګلالۍنوى کور، نوى ژوند
اوو لسمه اوونۍ
ثمرګل او جاندادڅوارلسم کال
پېنځه لسمه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>