BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:28 گرينويچ 2008 ,28 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال: ٢٦اونۍ
جانداد او سرور خان
جانداد سرورخان ته د ناظر شکايت کوي چې، پردي کالي يې ترې غلا کړي.
نوى کور، نوى ژوند

جانداد پر ناظرباندې سخت په غوسه ؤ،چې ولې يې د ده له دکانه پردي خامک دوزي کالي غلا کړي او بيا يې خيرن کړي دي؟

حميدې دسرورخان ورکه شوې لونګۍ مينځله.سرورخان په حيرانۍ پوښتنه وکړه چې دايې چېرته پيداکړه؟

حميدې وويل چې په خلته کې چا تاوه کړې وه او په منځ کې يې په خټو ککړ بوټونه هم ايښي وو.

جانداد خيرن شوي خامک دوزي کالي سرورخان ته راوړي وو او له ناظر يې شکايت کاوه چې تاواني کړي يې دی.

سرورخان يې تاوان پرځان ومانه او په خندا يې وويل چې دا کالي به دناظر د واده ډالۍ شي.

فاطمه او ګلالۍ
فاطمه ګلالۍ نه د زېږون پرمهال له هغې مرسته غواړي.

سرورخان هغه خامک دوزي کالي چې ناظر د جانداد له دکانه غلاکړي وو کور ته راوړي وو. حميدې د سرورخان د بوټونو او لونګۍ ورک کيدل هم پر ناظر ورواړول.

له بلې خوا بهادرشاه ناظر د بازار له ګڼه ګوڼې راوايست او د سروزرو، وښی يې په ارزانه بيه ورباندې خرڅ کړ.

ګلالۍ ځوريده چې د فاطمې د زيږون په وخت کې يې له مرستې انکار کړی، زياته يې کړه که دې ته دايډز د انتقال ويره هم وي له فاطمې سره به مرسته کوي. سرور اجازه نه ورکوله.

شپه وه او زرمينه د فاطمې زيږون ته ډيره وارخطا وه، اخر يې پريکړه وکړه چې د ګلالۍ کره به ورځي ګوندې وي چې خبره يې په ځمکه ونه غورځوي.

ګلالۍ په ډيرې عاجزۍ له سرورخان هيله وکړه چې د فاطمې په زيږون کې د مرستې اجازه ورکړي ځکه يو وخت سرورخان په ترياکو روږدی ؤخودې قرباني ورکړه او واده يې ورسره وکړ. په دې وخت کې د کلا دروازه په زوره ټکول کيږي.

زرمينې په ژړاله سرورخان وغوښتل چې د فاطمې د زېږون له پاره دې ګلالۍ ورسره پرېږدي.

نسي او کريم
کريم به آدم خان پسې به ورځي او پوهوي به يې چې نسيم ته دې ترخې خبرې نه کوي.

ملک آدم خان پر نسيم باندې سخت په غوسه ؤ، چې ولې يې د اخترمحمد د ليک په راز شمشيرخان خبرکړی دی. نسيم وويل چې دا راز مې نه دی رسوا کړی.

نسيم کريم ته د ملک آدم خان د غوسې خبره ياده کړه. کريم په سخته غوسه وويل چې په آدم خان پسې به ورځي او په دې به يې پوهوي چې بيا دې نسيم ته ترخې خبرې نه کوي.

کريم له سمندر پوښتنه وکړه چې ده خو به شمشير خان ته د اختر محمد د ليک خبره نه وي رسولې؟

سمندر اطمينان ورکړ چې دا خبره يې چاته نه ده کړې. کريم په قهر وويل چې داسې ده زه به له آدم خان سره ګورم.

آدم خان په جرګه کېڅوارلسم کال
درويشتمه اوونۍ
پريګل اورابياګله څوارلسم کال
يووويشتمه اوونۍ
ګل خان اواکبرڅوارلسم کال
شلمه اوونۍ
مجيد اوناظرڅوارلسم کال
نولسمه اوونۍ
پريګل اوغوټۍڅوارلسم کال
اتلسمه اوونۍ
حميده اوګلالۍنوى کور، نوى ژوند
اوو لسمه اوونۍ
ثمرګل او جاندادڅوارلسم کال
پېنځه لسمه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>