د صحت طفل روغتون د چارواکو په وينا هره ورځ له ٧ نه تر ١٠ پورې تر پنځو کلونود کم عمر ماشومان چې د ستونې په درد اخته دي، دې روغتون ته راځي. له هغو څخه دوه يا درې تنه يې خامخا د روماتيزم په تبې اخته وي. اته کلن ستار چې د صحت طفل په روغتون کې بستر دی وايي چې څو مياشتې يې ستوني درد کاوه، د وجود غري به يې هم خوږېدل او تبه به يې ورځ په ورځ ډيريده. د روماتيزم د تبې اصلي لامل د ستونې دوامداره دردونه دي، چې په دې توګه مکروب د ستونې له لارې د وينې سيستم ته ځي، په وجود کې خپريږي او حياتي غړي اغېزمن کوي.  |  د روماتيزم تبې په ترڅ کې دناروغ ستونی سور اوړي، ټوخيږي او سخته تبه لري.  |
کيدای شي د هر عمر کسان د روماتيزم په تبه اخته شي خو د شيدوخوړونکو ماشومانو د اخته کيدو چانس لږ دی او ډيری له ٥ څخه تر ١٥ کلنو پورې ماشومان ورباندې اخته کيږي. د روماتيزم د تبې په ترڅ کې ستونی سور اوړي، ناروغ ټوخيږي او سخته تبه لري چې دا ټولې د ناروغۍ له نښو څخه بلل کيږي. ډاکټر عبدالصمد طيب وايې: ״که چيرې د روماتيزم تبه دوامداره شي د ناروغۍ نورې نښې هم راڅرګنديږي لکه د لاسونو او پښو پړسيدل، ساه بندي، کانګي، نس ناستی او د خيټې درد. دا حالت د يوه لوی خطر څرګنداوی کوي چې ورو، ورو د ناروغ زړه کمزوری کيږي او همدا راز په پښتورګو او مغزو باندې بده اغيزه کوي.״ د روماتيزم تبه د درملنې وړ ناروغي ده چې په وخت درملنې سره يې کولی شوځانونه او خپل ماشومان له خطر څخه وژغورو. ميندې او پلرونه بايد د خپلو ماشومانو درملنې ته پام وکړي. درمل دې په وخت او د ډاکټر په مشوره ماشوم ته ورکړل شي.  | | | ميندې او پلرونه بايد دخپلو ناروغو ماشومانو درمل په وخت او د ډاکټر په مشوره ورکړي. |
د ستونې درد درملنه د روماتيزم له تبې څخه د مخنيوي يوه ښه لار ده. بايد ناپاکې اوبه او ناپاکه ترکاري ونه خوري او له خاورو او دوړو نه ځان ساتل هم کولی شي د ستونې له درد څخه مخنيوی وکړي. ډاکټر طيب زياتوي چې سپورت يا ورزش هم کولی شي زموږ وجود له ناروغيو څخه خوندي وساتي. |