|
د ولس خبرې: د مشرانو جرګې د کميسيونو دندې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د مشرانو جرګه (١٦) دائمي کميسيونونه لري. دغه کميسيونونه د مشرانو جرګې له غړو څخه جوړ شوي، چې د هر کميسيون د غړو شمېر له بل سره توپير لري. هر کميسيون يو رئيس، يو منشي او يو مرستيال لري، چې دکميسيون له منځه د دانتخاباتو له لارې ټاکل کېږي. اوس پوښتنه داده، چې دغه کميسيونونه دکومو دندو او وظايفو لپاره جوړ شوي دي؟ دا پوښتنه د لوګر ولايت يو اوسېدونکي هارون ځوابوي:” د مشرانو جرګې عمومي دندې پر دغو کميسيونو وېشل شوي دي، مثلاً يوه کميسيون ته د لوړوزده کړو او بل ته د مهاجرينو چارې سپارل شوي دي. لکه څنګه چې موږ يو تعمير جوړوو نو په هغه کې د هر چا کار معلوم وي، لکه نجار خپل کار کوي، خټګر خپل کار کوي او رنګمال خپل کار کوي، دغسې د مشرانو جرګې کميسيونونه هم بېلابېلې دندې لري“. د مشرانو جرګې هر يو کميسيون خپلې دندې لري، د بېلګې په ډول د مخابراتي چارو کميسيون دنده لري، چې په هېواد کې مخابراتي مسايل وڅېړي يا مثلا د مذهبي او فرهنګي چارو کميسيون. همدارنګه د مشرانو جرګې د عامه هوساينې کميسيون، د کوچيانو، معيوبينو، کونډو او شهيدانو، د ځنګلونو او چاپيريال ساتنې کميسيون او داسې نور کميسيونونه يادولای شو. د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدود کميسيون مشر ډاکټر زلمی وايي: ” هر کميسيون دنده لري، چې د مشرانو جرګې عمومي مجلس ته دهغو کارونو راپور ورکړي، چې په دوی پورې اړه لري او دوی ترسره کړی وي. د مشرانوجرګې کميسيونونه واک لري، چې د قضائيه قوې پرته نور ټول لوړ پوړي چارواکي خپلو غونډو ته راوغواړي او له هغوی څخه د اړوندو کارونو په برخه کې ضروري پوښتنې وکړي“. د مشرانو جرګې دايمي کميسيونونه د بېړنيو پېښو لپاره لنډ مهالې کمېټې هم جوړوي، چې ددغو کمېټو د غړيو لست بايدد جرګې دعمومي غونډې له خوا تصويب شي.
کله چې دکمېټو اړتيا له منځه ولاړه نوورسره کمېټې هم منحل اعلانېږي. دا چې د مشرانو جرګې د کمېسيونونو دندې دکوم قانون په اساس ټاکل کېږي، ډاکټر زلمی داسې وايي: ”د مشرانو جرګه د خپل داخلي تنظيم لپاره طرزالعمل لري، چې په هغه کې دهرکميسيون دندې په ګوته شوي دي“. په مشرانو جرګې کې هر يو کميسيون ته جلا جلا دندې ور سپارل دا ګټه لري، چې د هرچا کار معلوم وي چې په دې ډول د وخت د ضايع کېدو مخه نيول کېږي، هر څوک خپل مسؤليت پېژني او کارونه په ښه توګه پرمخ ځي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||