BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښار غږ: کتابتون

کتابتون

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په (١٣٤٥شـ) کال په کابل کې دولتي کتابتون جوړ شو چې، دوې څانګې يې درلودې، يو د مطبوعاتو او بل هم د معارف کتابتون و چې، وروسته يې وده وکړه او نورو ولايتونو ته يې هم لمن وغځېده.

د کابل ښار د عامه کتابتون د چارواکو په وينا، په افغانستان کې ځينې نوي کتابتونونه هم جوړ شوي،

لکه د لوګر، پنجشير، د کابل ولايت ميربچه کوټ، جبل سراج او بګرام کتابتونونه يادولای شو او هغه کتابتونونه چې، د جګړو پر مهال ويجال شوي وو، هم بېرته رغول شوي دي.

د کتابونو مطالعه ډېر ارزښت لري او په مطالعه انسان د نړۍ له پرمختګونو څخه خبرېږي او د هغو په اړه معلومات ترلاسه کوي، خو له دې سره سره بيا هم ځينې خلک د کتاب او مطالعې په ارزښت نه پوهېږي، په دې اړه شفيع الله وايي:

د کتابتونه گټه!
کتابتون
 زموږ په کور کې د کتابونو شتون د دې لامل شو چې، هم زه او هم زما د کورنۍ ماشومان د مطالعې له لارې ډېر څه زده کړي.
محمد صديق پسرلى

”که ماشومان مطالعه وکړي او کتابونه ولولي نو د ښونځي په درسونو کې وروسته نه پاتې کيږي“.
سره له دې چې، ځينې خلک کتابتونو ته ارزښت نه ورکوي خو، ځينې خلک بيا له کتاب او مطالعې ډېره ګټه اخلي. د کابل ښار يوه اوسېدونکې سارا په دې اړه وايي:

”کله چې، په افغانستان کې جګړې وې او د زده کړو زمينه نه وه برابره، نوما به په کورکې کتابونه لوستل.

بيا چې، ښوونځي پيل شول او زه په ښونځي کې شامله شوم نو هغې مطالعې ډېره ګټه راته وکړه“.

دغه ډول افغان ليکوال او شاعر، محمد صديق پسرلی هم چې، له ښونځي پاتې شوی و د مطالعې په مرسته يې ځان لوړ مقام ته ورساوه، دی په دې اړه وايي:

”زموږ په کور کې د کتابونو شتون د دې لامل شو چې، هم زه او هم زما دکورنۍ ماشومان د مطالعې له لارې ډېر څه زده کړي “.

د مطالعې د ارزښت په اړه د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې د څانګې چارواکي وايي: هغه کسان چې، د خپل شوق او مينې سره سم کتابونه مطالعه کوي کولای شي چې، ډېر څه زده کړي “.

يوه نجلۍ د مطالعې پر مهال
د مطالعه په مرسته انسان د نړۍ له پرمختګونو څخه خبرېږي او د هغو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

ځينې خلک دا پلمه کوي چې، دوی بېوزله دي او دخپلې خوښې وړ کتابونه نه شي رانيولای، خو ځينې خلک بيا په دې برخه کې له بېلابيلو لارو کار اخلي، د بېلګې په ډول فرهاد اميد په دې باب وايي:

” زمايوملګری په خپل کور کې يو کوچنی کتابتون لري، زما چې، کوم کتاب په کار شي نو امانت يې ځينې اخلم او تر مطالعې وروسته يې بېرته ورکوم“.

د کابل ښار د بهارستان سيمې يو اوسېدونکی جميل وايي چې، زه له عامه کتابتونونو څخه کټه اخلم.

کتابتونونو ته د ورتګ په وخت کې بايد ځينې ټکې په پام کې ونيول شي، د بېلګې په ډول په کتابتون کې په پټه خوله مطالعه وکړي او همدارنګه د کتابونو په ساتنه کې زيار وباسي،

خو د دولتي کتابتون څخه دکتاب تر لاسه کولو لپاره بيا د کتابتون د ځانګړي کارډ درلودل هم ضروري دي.

پاسپورټدښار غږ
تذکره او پاسپورټ
يو تن بزگردښار غږ
مېله ځايونه
تيږې ماتوونکىد ښار غږ
وړې کارخانې او د ماينونو خطرونه
د سړکونو جوړولښار غږ
د سړکونو جوړول
ماين پاک او ماين د ښار غږ
ماينونه او نوي ښارګوټي
غضب شوی کورښار غږ
د افغان کډوالو د ملکيتونو غصب
د ښاروالۍ يو تن د چټليو پاکولو پر مهالښارغږ
ولايتي شوراګاني او چاپېريال ساتنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>