نسرين ، چې ترډېره دونې لاندې ناسته وه ، پښه يې خوب يوړه اوشبنم ته يې شکايت وکړ. هغې ورته وويل چې هماغه پښه دې لږ وښوروي ښه کيږي. هغې له شبنم نه دپښې دويده کېدولامل وپوښت، هغه هم نه پوهيده ، دتروم په وهلو يې پرده دار راوغوښت. پرده دار شعر ووايه اوپرده کش شوه چې تر شا يې جواد دخپل لاس نه نارامه ښکاريده. هغوی پوه شول چې دجواد لاس هم خوب وړی دی. پرده دار جواد ته وويل چې هماغه لاس دې ورو، ورو وښوروي څوعادي حالت غوره کړي. پرده دار دهرانسان په بدن کې دعصبي رېښود شتون وويل. کله چی دپښې يالاس عضله دډېر وخت لپاره قات ا و يا زور پرې راشي ، په هماغه عضله کې دوينې جريان ديوڅه وخت لپاره بنديږي. پدې حالت کې لاس يا پښه بې حسه کيږي او سم کارنشي ورباندې کيدای چې خلک يې دلاس يا پښې ويديدل بولي. پرده دار وايي که چېرې څوک په دوامداره توګه ليکنه وکړي ياکوم بل کار سرته ورسوي ،له داسې حالت سره مخ کيږي.  | | | کله چې دلږڅه زيات وخت لپاره په يوه غړي دوينې جريان بند شي، هغه غړی ويده کيږي. |
ددې ستونزې د مخنيوي لپاره غوره ګڼل شوې چې د هرو 30 يا 60 دقيقو کارکولو ورو سته دمه جوړه اوخپل لاس يا پښې ته يوڅه حرکت ورکړو. ورورسته پرده دار د ماشومانو دلا پوهاوی لپاره داوبو دپايپ مثال ورکړ چې که چېرې قات شي د اوبو جريان بنديږی. دانسان بدن هم همداشان دی، کله چې دلږ څه زيات وخت لپاره په يوه غړي دوينې جريان بند شي، هغه غړی د ويده کېدو له حالت سره مخ کيږي. |