 | | | کله چې سړه او توده هواسره ګډه شي، په حرکت راځي او په نتيجه کې ترې باد پيداکيږي. |
نور له ګرمۍ شکايت درلود، وږمې وويل چې لاسي پکې به ورته راوړي. نور وپوښتل چې پکې څرنګه هوا سړوي. نور نه پوهېده ،د تروم په وهلو پرده دار راغی او خبره يې له هغه سره شريکه کړه. پرده دار دشعرپه ويلو پرده کش کړه چې ترشايې بادپکه ترسترګو کېده. پرده دار وپوښتل چې شمال څرنګه پيداکيږي؟ وږمه نه پوهېده خو نور وويل چې په يوه خپرونه کې يې د شمال په اړه معلومات ترلاسه کړی و. نور د کريمې په نوم د يوې نجلۍ کيسه وکړه، چې هغه دشمال دپيداکېدو په راز نپو هېده. يوه ورځ يې په پټي کې واښه کول چې خو ب يوړه. په خوب کې يې ولېدل چې دباد په اوږوکېناسته اوهواته پورته شوه. هغې ترې دباد د پيدا کېدو لامل وپوښت. باد وويل کله چې سړه او توده هواسره ګډه شي، په حرکت راځي او په نتيجه کې ترې باد پيداکيږي. پرده دار بادپکه چالان کړه. ماشومانو په جادويي عينکو کې وليدل چې د بادپکې په چالانيدو سړه او توده هوا له يوبل سره يوځای شوه.  | | | دپکي پرې د سړې او تودې هوا د يوځای کيدو او په حرکت راوستو لامل ګرځي. |
وروسته په حرکت راغله اوشمال ترې پيداشو. پرده دار وويل چې د هوا په ګډيدو کې د بادپکې پرې ډير رول لري. پرې د سړې او تودې هوا د يوځای کيدو او په حرکت راوستو لامل ګرځي. سړه هوا سپکه وي ، پورته خيژي، خو توده هوا درنه وي او لاندي پاتې کيږي. |