صابر اوسلما دپردې تر شا دګلالۍمور وليده چې دګلالۍ ويښته يې د سر په خاوره(گل سرشوی) مينځل خو ګلالۍ نه پرېښوده. ماشومان پوه شول چې دنن ورځې راز هم دسر دخاورې په اړه دی. وروسته پرده دار ما شو مان يوه ګل سر شوی پلورونکي ته بوتلل . هغه وويل چې ډيری ميرمنې پرې سر مينځي، کلالان ترې لوښي او تنورونه جوړ وي او د ژورو څاه ګانوپه کيندلو کې ګټه ترې اخلي. دسرخاوره کانونه لري اوپه ننګرهار او لوګر کې ډېرپيداکيږي. پرده دار وويل چې ګل سر شوی لومړی د وړو ذراتو په ډول وي چې پر يو بل رسوب کوي او ورو ورو غټې تختې ترې جوړيږي . دسر خاوره په ټوله نړۍ کې کانونه لري او دتيږو په څېر استخراجيږي. وروسته هغوی له دوکاندار نه د يوه پارک په لور ولاړل .  | | | دسرپه خاوره ميرمنې سر مينځي اوکلالان ترې لوښي او تنورونه جوړ وي . |
"دسر خاوره سور زيړ، شين او سپين رنګونه هم لري . روی شويه ،چې سپين رنګ لري ، هم دګل سر شوی له ډلې څخه ده . سر خاوره پوتاشيم، سوديم او سليکان ډي لري چې دا مواد خيره نرموي ، نه يواځې و يښته پاکوي بلکه هرراز خيرې پاکولی شي." پرده دار وويل چې دسرپه خاوره دويښتانوترمينځلو وروسته بايدويښتان په پرېمانه اوبوومينځل شی چې دخاورې ذرې په سرکې پاتې نه شي. |