BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:54 گرينويچ 2009 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده : بې پښو حيوان
مار

ښاپېرۍ او مجيد درسۍ لوبه کوله ، ښاپېرۍ وويل چې رسۍ دمار غوندې حرکت کوي. مجيد وپوښتل چې مارڅرنګه پرته له لاس اوپښوحرکت کوي.

ښاپېرۍ بې خبري وښوده. مجيدتروم وواهه،پرده دار راغي او پرده يې کش کړه . دپردې ترشا يو پاړو ګر مارله ټوکرۍ را ايستلی او شپيلۍ يې ورته وهله .

پاړوګرد مجيدديوې پوښتنې په ځواب کې وويل: " مار دخزنده ګانو له ډلې څخه دی چې لاسونه او پښې نلري او په سينه کښيږي.

دوی په سينه کې دموجودو عضلاتو په وسيله لومړی ځان راټولوي اوبيا حرکت کوي."

ماشومان ويني چې مار نسواري او تور رنګ اوګردې سترګې لري ، ژبه يې نرۍ څوکه لري. پرده دار وويل چې ځينې ماران زهرلرونکي اوځينې بې زهرو وي .

وروسته پرده دار په جادويي هينداره کې يو ښامار ماشومانو ته په خبرو راووست. ښامار وويل: "موږ په مجموع کی په په دوو ډلو ديشل شوي يو.

يوه ډله په وچه اوبله په اوبو کې ژوند کوو. د سړې وينې لرونکي يو، ځکه په ژمي کې دديوالونو په درزونو ،دغرونو په سوړو او تر تيږو لاندې پټېږو.

ماران
ماران دجوزا اوسرطان په مياشتو کې هګۍ اچو ي او دوه مياشتې وروسته يې بچي له هګيو راوځي

غوښې خوړونکي يو. حشرات ،کبان موږکان،چونګښې او ځينې نورخزندګان خورو.

دجوزا اوسرطان په مياشتو کې هګۍ اچو و ،وروسته له دوو مياشتو مو بچي له هګيو راوځي او دچينجيو په اندازه واړه وي."

دنري شمال په لګېدو پرده دار دوخت پوره کېدوته متوجه کيږي، پرده کش کوي او ماشومان هم خپلوکورونوته ځي.

سپين زرداسرارو پرده
سپين زر
مياشتداسرارو پرده
اونۍ
اورغورځوونکې تيږېداسرارو پرده
اورغورځوونکې تيږې
غاښونهد اسرارو پرده
غاښونه
کوچداسرارو پرده
کوچ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>