 | | | خاطرې به تل مدام دخپلې مورسره دکورپه کارونوکې مرسته کوله خو دآرزو کارکول نه خوښېده. |
و نه و له ښارنه ليرې په يوه کلي کې يولرګبه (لرګي وهونکی) اوسېده، چې تل به يې له ځنګله نه لرګي راوړل. لرګبه دخاطرې او آرزو په نومونو دوې لوڼې درلودلې. د خاطرې دکورله کارونوسره ډېره مينه وه او دمورسره به يې مرسته کوله ، خو دآرزو کار کول ښه نه اېسېدل او هرڅه يې تيارغوښتل. خاطره يوه ورځ په خپل پلارپسې ځنګله ته ولاړه، خو لار ترې ورکه او ماښام تياره شو. خاطرې په ژړا پيل وکړ،چې پدې مهال له يوې بوډۍ سره مخ شوه. خاطرې خپله دورک کېدو خبره له بوډۍ سره شريکه کړه، چې بوډۍ هغه په ځنګله کې خپل کورته بوتلله. خاطرې دبوډۍ کورته له رسېدوسره سم کورپاک او منظم کړ او سهار، چې کله له خوب نه راپورته شوه، بوډۍ ته يې چای اوډوډۍ تيارکړل. ها خوا، دخاطرې پلار وروسته له ډېرې ګرځېدنې خاطره دبوډۍ په کور کې پيداکړه. کله، چې خاطره بېرته خپل کور تلله، بوډۍ ورته يوبکس مرغلرې او دورېښمودستمالونه ورکړل.  | | | زړې ښځې خاطرې ته يوبکس مرغلرې او دورېښمودستمالونه سوغات ورکړل. |
آرزو هم د سوغاتونو ترليدلو وروسته دبوډۍ کورته ولاړه، خودبوډۍ سره يې هيڅ راز مرسته ونکړه. سهار ، چې کله آرزو خپل کورته ستنېدله، بوډۍ هغې ته يوبکس زړې جامې ورکړې. آرزو پوه شوه، چې ملامتي ددې وه . هوډ يې وکړ، چې تر دې وروسته به له خاطرې سره يوځای دکور په کارونوکې ونډه اخلي. |