يوه ورځ هغوی درېواړو دغله او پوليس لوبه کوله، چې محمود دسيدې نانځکه وتښتوله، خو قسيم دپوليسوپه بڼه هغه په ډېرمهارت ونيو.
څوشېبې وروسته دمحمود سترګې په يوه آزاد شوي کاغذباد ولګېدې اودانډيوالانوله منع کولوسره سره، هغه دکاغذبادپه نيولو پسې ان له کلي ووت.
د ولسوالۍ بازارته نېږدې کاغذباد په يوه ونه کې بند او محمود ونې ته دپورته کېدول پرمهال له ونې راغورځېد.
پدې وخت کې يوه ناآشناسړي هغه له ځمکې راپورته اوکلينيک ته دبېولو په پلمه يې غوښتل، هغه وتښتوي.
محمود له هغه ځايه وتښتېد او يوه پوليس ته يې خپل دسترګوليدلی حال ووايه. پوليس دمحمود په مرسته دسړي تښتوونکي په نيولو بريالی شول.
ځنډ وروسته دمحمود پلار دپوليسو حوزې ته راورسېد او له پوليسو نه يې مننه وکړه، چې دهغه دزوي په ژغورلوکې يې مرسته کړې وه.
پوليسو دغلو او سړي تښتوونکو نيونه او دقانون منګولو ته دهغوی سپارل خپله دنده وګڼله او محمود يې دهغه پلار ته تسليم کړ.