 | | | مصطفی په خپل بڼ کې پدې هيله دراز، راز مېوونيالګي کري، چې يوه ورځ به حاصل ورکړي. |
مصطفی هغه هلک و، چې تازه مېوې يې ډېرې خوښيدلې، دوی خپله ځمکه نه لرله ، خو کله به چې دماما دوی کره ولاړ، هتله به يې درنګارنګ مېووپه ليدلو دخپل بڼ دلرلو ارمان کاوه. يوه ورځ ، چې مصطفی دخپل ماما له زوی، تيمور سره لوبې کولې مامايې يوه ټوټه ځمګه له خپلو تره زامنومصطفی ته وپېرودله. مصطفی ډېر خوښ او له مامانه يې څودانې نيالګي واخيستل او کېنول يې هم ترېنه زده اوپه بڼ کې يې کار او زيار پيل کړ. خوريې، ذکيې هغه دکار دسختوالي له امله په بڼ کې له کار نه منع کاوه، خومصطفی په خپل هوډ ټينګ و. يوه ورځ، چې کله مصطفی بڼ ته ولاړڅو نيالګي يې چا مات او اوبه هم وچې شوې وې، چې هغه پدې کارډېرخواشينې شو. پدې وخت کې دمصطفی ماما او تيمور دمصطفی بڼ ته ورغلل، چې مصطفی ورته داوبو له نشتوالی وويل. ماما يې ورته وويل، چې اوبه په وار سره راځي او داکار دهغه بڼ ته کوم زيان نه رسوي. دمصطفی اندېښنه ورکه او په بڼ کې يې خپل کارته دوام ورکړ. تر دوو کالونو زيار وروسته دمصطفی بڼ رنګارنګ مېوې ونېولې، چې يوه ورځ يې ماما، تيمور او ذکيه خور يې دهغه دبڼ لېدو ته ورغلل.  | | | دمصطفی خور،ذکيه خوښه ده، چې دورور بڼ يې ښه حاصل ورکړی دی. |
هغوی ټولو دمصطفی دبڼ او دهغه دزيار ستاينه وکړه . مصطفی ډېر خوښ او له بڼ نه يې رنګارنګ مېوې را وشلولې اوپه پاکواوبو تر مينځلو وروسته يې هغوی ته ورکړې. هغوی دبڼ ديوې ښکلې ونې سيوري ته کېناستل او مېوې يې خوړلې. مصطفی له خپل ماما او تيمور نه ډېره مننه وکړه، چې له هغه سره يې پدې کارکې ډېره مرسته وکړه. |