 | | | بڼوال دتوت دونې اضافي څانګې پرې اونور يې په شفتالو سيوری نه غوړاوه. |
يو وخت په يوه بڼ کې دتوت، زردالو، مڼو او ناجو ونې سره ګاونډيانې وې، چې دتوت ونه ډېره مغروره او ويل به يې چې ترټولو قوي او پر نورو يې سيوری غوړولی دی. د توت ونې دشفتالوپه ونې ډېر سيوری کړی و ، چې له امله يې دهغې پاڼې ژيړې او مېوه يې ونه شوه کړای. يوه ورځ بڼوال له خپل يوه انډيوال انور سره بڼ ته راغی. هغوی وليدل، چې ټولو ونوښه حاصل کړی، خوشفتالوپخپل حال پاتې او توت چينجن شوی دی. هغوی دتوت دونې هغه څانګې پرې کړې، چې په شفتالويې سيوری کړی و او ويل، چې که بيايې هم په نورو سيوری وکړ، توت به له بېخه وباسي.  | | | بل کال دشفتالو ونې هم ښه حاصل ورکړ او دتوت ونه له وهلو وساتل شوه. |
دتوت ونې په ژړا پيل وکړ او پخپلو کړنو ډېره پښېمانه وه.بل کال چې کله بڼوال بيا دمېوې دټولو لپاره راغی ويې ليدل، چې ټولو ونو ښه حاصل درلود. دتوت ونه هم ډېره خوښه شوه اوله شفتالو يې بښنه وغوښتله. ناجو، زردآلو اوشفتالو وويل، چې هغوی اوس سره ښه ګاونډيان او يوله بله سره مرستې ته تيار دي. |