 | | | يوې غټې غوماشې حميدددې لپاره له ځان سره بندي کړ، چې بايد خځلې په ميدانۍ کې واچوي. |
حميد، زرمينه او قدرت هغه درې انډيوالان وو، چې په يوه کلي کې اوسېدل او يو ځای لوبېدل. يوه ورځ زرمينې اوقدرت لوبې کولې، چې حميد دخځلو ډک سطل په لاس راغی. حميدد قدرت او زرمينې له مخالفت سره سره خځلې دلوبوپه ميدانۍ کې وغورځولې. هم خپل دې کارته څوپرله پسې ورځې دوام ورکړ. دهغه ددې کار له امله دلوبو له ميدانۍ بد بوی پيدا اوټول ماشومان يې په تنګ کړل. زرمينه او قدرت هم له حميدنه خواشيني او لوبې يې ورسره نه کولې. حميد په خپلو کړو ډېرپښېمانه او غوښتل يې چې نورې خځلې په يوه مناسب ځای کې وغورځوي، خويوې غټې غوماشې هغه له ځان سره بندي کړ. حميد په ژړا له غوماشې وغوښتل، چې آزاد يې کړي، خو غوماشې ورته وويل، چې په يوه شرط به يې آزادکړي. غوماشې ورته وويل، چې دخپل کورخځلې به هره ورځ په همدې ځای کې غورځوي، ځکه، چې هغوی له همدې خځلوخواړه پيداکوي. حميديې شرط ونه مانه. بله ورځ دکلي خلکو داشر په کولو ټولې خځلې له ميدانۍ پاکې او تر خاورو لاندې کړې.  | | | حميد دغوماشې له بند نه آزاد اوبېرته يې له خپلو انډيوالانوسره لوبې پيل کړې. |
غوماشه ډېره خپه او له هغه ځايه وتښتېدله. حميد هم موقع غنيمت وشمېرله او په تېښته بريالی شو. حميد زرمينه او قدرت له نوروکليوالوسره وليدل، چې دميدانۍ په پاکولو بوخت وو. انډيوالان يې هم دحميد په ليدوخوښ اوټولو بيا په ګډه لوبې پيل کړې. |