BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:44 گرينويچ 2012 ,14 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې : مهربانه چونګښه

مهربانه چونګښه
چونګښې به تل دچينې ترڅنګ مضره غوماشې خوړلې، چې دډينګ اوشکوڼ داکارنه خوښېده.
په يوه شنه ځنګله کې، چې يوه ښکلې چينه يې هم درلودله ډينګ ، چونګښې او شکوڼ ژوند کاوه ، چې کله ناکله به ټول ژوي او مارغان دچينې ترغاړې راټولېدل.

چونګښې به دچينې ترڅنګ مضرې غوماشې ډېرې خوړلې، خو ډينګ او شکوڼ به دهغې پدې کار ملنډې وهلې.

يوه ورځ يوې غوماشې ډينګ په غاړه وچيچه، چې له ډېره درده يې چيغې وهلې، شکوڼ اونورو ژوو پرې وخندل.

چونګښې له ډينګ سره خواخوږي څرګنده اودهغه ترڅنګ يې دغوماشوپه خوړلو يې پيل وکړ، خو شکوڼ اوډېنګ دهغې داکارخوښ نشو.

ډينګ غوښتل، چې چونګښه ووهي، خو شکوڼ پرې رادمخه او دغشي ګوزار يې پرې وکړ، چونګښې ځان اوبوته واچاوه او بل ځای ته ولاړه.

غوماشې، چې کله دچونګښې له تګ نه خبرې شوې په ډېرې خوښۍ يې اتڼونه کول، د مرغانواو ژووپه چيچلويې پيل وکړ.

ټول له دې حالت نه ډېرپه تنګ شول، ډينګ اوشکوڼ دچونګښې دپيداکولو په لټه کې شول. چونګښه يې وموندله، هغې ته يې ځنګله دبېرته راتګ بلنه ورکړه.

مهربانه چونګښه
ډينګ اوشکوڼ له چونګښې بښنه وغوښتله او هغې ته يې ځنګله ته دبېرته راتلوبلنه ورکړه.

چونګښې ګمان وکړ، چې هغوی ورته کوم نوی دام اېښی خو ډينګ او شکوڼ ترې بښنه وغوښتله.

هغوی له چونګښې سره هوډ وکړ، چې نوربه يې نه ځوروي. ټول په ګډه بېرته ځنګله ته ستانه اوله سره يې دخوښۍ ژوند پيل او چونګښې په غوماشوخپل بريدونه بيا شروع کړل.

ِپټه بلادژوندکيسې
پټه بلا
هغه بايسکل چې موټرشود ژوندکيسې
هغه بايسکل چې موټرشو
بدګمانه باښهد ژوند کيسې
بدګمانه باښه
لپريدژوندکيسې
ګلپري
ډالۍد ژوندکيسې
ډالۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>