 | | | صمدد ګلپري دژغورنې هڅه وکړه، خويوغټ ژوي هغه بېرته اوبوته دننه کړه. |
ونه و په پخوازمانوکې دګلپري په نوم يوې نجلۍ ا و ورور يې، صمدله خپلې کورنۍ سره دسيند پر غاړه ژوندکاوه، چې دهغې زمانې دځمکې دسرحاکم دسيند بادشاه و، چې ګناهکارته به يې جزا ورکوله. يوه ورځ، پداسې حال کې، چې ګلپري له خپلې ګناه نه بې خبره وه، بادشاه يوې جادوګرې په وسيله دسيندمنځ ته بوتلله. ګلپري يوه ورځ دتېښتې په موخه ځان دسيندڅنډې ته ورساوه، چې صمدوليده اودهغې دژغورنې هڅه يې وکړه، خويوغټ ژوی هغه بېرته اوبوته دننه کړه. ګلپري جادوګرې ته ډېرې زارۍ ، چې بېرته يې پرېږدي، خو جادوګرې ترې وغوښتل، چې لومړۍ دې ټوله ماڼۍ پاکه جاروکړي. لومړۍ دکيشپ کور پاک او دهغه خاورې خځلې يې په سطل کې واچولې، چې دخپل انګړدپاکولو پر مهال يې په سيند کې اچولې . ګلپري له جادوګرې نه دخپلې ګناه لامل وپوښت. هغې ورته وويل، چې هغې په سيند کې دخپل انګړ د خځلو داچولو له امله ټول کبان ناروغ کړي دي.  | | | ګلپري کيشپ ته خواړه اوآس ته خپل دلوبوسامانونه ورکړل . |
په دې وخت کې کيشپ اويوشين آس هم راغی،ګلپرې کيشپ ته خواړه اوآس ته خپل دلوبوسامانونه ورکړل . جادوګرې ګلپرې آزاده او هغې هوډ وکړ، چې وروسته تردې به خاورې خځلې بې ځايه نه غورځوي. |