 | | | طارق په ډېرې بې پروايۍ داوبو د ذخېرې پايپ مات او اوبه هرې لورې ته روانې شوې. |
په يوه کلي کې د طارق ، زرغونې او قسيم په نومونو ماشومانوژوند او يو ځای لوبې کولې. يوه ورځ قسيم اوزرغونه په طارق پسې ولاړل، چې خسوټولوته ورسره ولاړ شي. طارق وويل، چې تږی دی او خور يې په اوبوپسې تللې ده، خو زرغونې اړ کړ، چې خسو ټولوته ورسره ولاړ او اوبه دلارې په اوږدو کې وڅښي. تريوڅه منزل وروسته دڅښلو اوبه پيدا نشوې. هغوی له يوه لاروي نه داوبو وپوښتل. هغه ورته داوبو د ذخيرې پته ورکړه اوټول هتله ولاړل. طارق له ذخيرې داوبو اخيستلو لار ونه موندله، ويې غوښتل پايپ مات کړي، خو انډيوالانويې مخالفت وکړ، خوطارق پايپ په کاڼي مات کړ. اوبه هرې لوري ته روانې شوې،ماشومانو هڅه وکړه ،خواوبه بندې نشوې. په پای کې طارق غوښتل وتښتي، چې پدې وخت کې دکلي مشر راورسېد.  | | | طارق، زرغونه او قسيم پداسې حال کې په خسو ولاړل ، چې قسيم ډېرتږی شوی و. |
هغه طارق ونيو،چې ولې يې پايپ مات کړ،ځکه دهغه داکار په ټول کلي کې داوبو دنشتوالي ستونزه رامنځته کړه. طارق دخپلې بې خبرۍ وويل او له مشرنه يې بښنه وغوښتله. دکلي مشر طارق دڅښلواوبه ورکړې اونور کليوال خبر کړل، چې پايپ بېرته جوړ او ماشومان يې پوه کړل، چې تر دې وروسته عامه شتمنيوته پام وکړي. |