 | | | نصير خپلې خور، شکيلاته اجازه ورکړه، چې وروسته تردې له خپلې خورلڼې سره لوبې وکړي. |
وو نه وو په يوه کلي کې د نصير او شکيلا په نومونو خور او ورور له نعيم او ګلالۍ دوی سره، چې هغوی هم خور او ورور يوځای اوسېدل . نصير به تل له خپلو انډيوالانوسره دلوبو لپاره له کورنه باندې تللو، خوشکيلايې لوبوته نه پرېښودله اودټول کارونه يې په هغې ترسره کول. دشکيلا له لوبو سره ډېره مينه وه. يوه ورځ يې وغوښتل، چې له نصيرنه په پټه دديوال له لارې دګلالۍ سره دلوبوپه موخه دهغوی کورته ولاړه شي. کله چې يې له ديوال نه ځان وغورځاوه، پښه يې سخته ژوبله شوه. پدې مهال نصير، ګلالۍ او نعيم هم راغلل. نعيم پرې تور ولګاوه، چې يوځل يې ددوی له انګړنه توپ غلاکړی او داځل غواړي، چې نور شيان غلا کړي. شکيلا که هرڅومره ورته وويل، چې هغه دغلا په نيت نه بلکې دلوبو لپاره راغلې، خوهغوی يې خبره ونه منله. په پای کې نصيراړشو، چې دنعيم دتوپ تاوان ورکړي. پدې وخت کې شکيلا دنعيم مور ته دهغوی انګړ ته دخپلو راغورځېدلو لامل ووايه.  | | | نصيربه تل له خپل انډيوال، نعيم سره لوبې کولې ، خوشکيلايې لوبوته نه پرېښودله. |
کله، چې نصير راغى د نعيم مور ورته د ګلالۍ ټوله کيسه وکړه. نصيرډېرخواشينی شو، خو نعيم له نصير او شکيلانه دبښنې په غوښتلو توپ بېرته ورکړ. نصير له شکيلا نه بښنه وغوښتله او ژمنه يې ورسره وکړه، چې نور به يې هيڅکله له لوبو کولو نه منع نه کړي اوټولوپه ګډه لوبې پيل کړې. |