 | | | جادويي نانځکې زبيح پدې شرط بېرته په انسان بدل کړ، چې خپل کارونه په خپله کوي. |
وو نه وو تر شنه اسمان لاندې د زبيح او زهرې په نومونو يوې خور او ورور له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه، چې زبيح به هروخت خپل کتابونه او جامې هرځای غورځولې. يوه ورځ ، چې زهره دخپل ماما کره تللې وه، زبيح دلوبو لپاره دباندې روان و، چې مور يې ورته د لوبو دسامانونواو کتابونودټولو وويل. زبيح ، دکور کاريې هيڅ نه خوښېده، دنانځکې په ليدويې زړه کې وګرځېدل، چې کاشکې نانځکه وای، چې هرډول کارنه بې غمه وای. دزبيح په لاس کې يوه جادويي نانځکه وه، چې زبيح يې په نانځکه بدل کړ. پدې وخت کې يې مور راغله، خو زبيح يې تر سترګو نشو. جادويي نانځکې زبيح له دلوبو دسامانونو لاندې واچاوه. زبيح چې هرڅومره چيغې ووهلې ،چايې غږ نه شو اورېدلی. هغه له جادويي نانځکې يې مرسته وغوښتله،خو هغې ورته وويل، چې دلته هرڅوک خپل کار په خپله کوي. زبيح ډېرخواشينی په صندق کې پروت و اويوځل يې کوچني ورور دلوبولپاره هم واخيست. ډېر وخت تېرشوخو دزبيح درک مالوم نشو. زهره او موريې ډېر خواشيني وو او دواړه دزبيح دموندلو په نيت له کورنه ووتلې.  | | | جادوګرې نانځکې دزبيح په غوښتنه هغه په نانځکه بدل کړ. |
زبيح چې دخپلې مور او زهرې خواشيني وليده، ډېرخپه اوپه ژړا يې له جادويي نانځکې نه وغوښتل، چې بېرته خپل لومړني حالت ته راوګرځوي. جادويي نانځکې په يوه شرط دزبيح غوښتنه ومنله، چې زبيح به وروسته تر دې خپل کارونه پېژني اوبل چا په تمه به نه کېني. زبيح دجادويي نانځکې وړانديز ومانه اوپه درنګ شېبه کې بېرته په انسان بدله شوه. نبي له خپلې مور او خورنه بښنه وغوښتله او له هغوی سره ژمنه وکړه، چې نور به خپل کارونه په بل نه کوي.. |