BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:53 گرينويچ 2011 ,03 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې : سيالي

سيالي
شاهين ترپړانګ ړومبی ټاکلي ځای ته ورسېد، خوزمري دواړه دسيالۍ ګټونکي اعلان کړل.
و نه و په تېره زمانه کې ټولو حيواناتو او الوتونکوپه يوه ځنګل کې سره خوشاله ژوندکاوه،چې يوه ورځ دځنګل مهربان پاچا، زمری د هغوی پوښتنې ته راغی.

ملاچرګک او بيزو دنورو په استازيتوب خبرې وکړي. ملاچرګک وويل، چې مرغانو د ځنګل ټوله فضاپه خپلوخوږ سندروښکلې کړېده.

بيزو وويل، چې دحيواناتو په ګرځېدو او مستۍ ځنګل ډېرښکلی ښکاري، چې دې خبرې دملاچرګک غوسه راوپاروله.

ملاچرګک بيزوته د مرغانواو حيواناتوترمنځ دمنډو دسيالۍ بلنه ورکړه، چې بيزو هم ومنله.

بيزو دنورو په مشوره پړانګ دسيالۍ لپاره غوره وګاڼه او له هغه څخه يې دمنډولپاره دتياري غوښتنه وکړه.

الوتونکو ددې موخې لپاره شاهين ته دنده وسپارله. څو ورځې وروسته دځنګل پاچا دحيواناتو او الوتونکوترمنځ دسيالۍ دليدلولپاره راغی.

زمری
د ځنګل پاچا، زمری ډېرمهربان او هر وخت به يې دحيواناتواوالوتونکو پوښتنه کوله.

سيالۍ پيل او شاهين په ډېر ګړنديتوب دتماشاچيانوله مخې تېرشو، چې پدې مهال پړانګ هم په مستو او اوږدو ګاموتېر شو.

دسيالۍپه پای کې شاهين لومړی ټاکلي ځای ته ورسېد، خوپاچا ددې لپاره، چې پړانګ هم په خپل تګ کې مهارت وښود، دواړه ګټونکي اعلان او سوغاتونه يې ورکړل.

 سپين يږ د ژوند کيسې
سپين يږ
فيل او هوسۍد ژوند کيسې
فيل او هوسۍ
دطاووس بڼکېد ژوند کيسې
د طاووس بڼکې
له پېښو ډک سفرد ژوند کيسې
له پېښو ډک سفر
د اختر مېلهد ژوند کيسې
د اختر مېله
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>