 | | | فرهادژمنه وکړه، چې نور به په مېله کې له خپلوانډيوالانو نه بېليږي. |
ايمل او فرهاد هغه انډيوالان وو ، چې له ښاره ليرې يې په يوه کلي کې ژوند کاوه. دهغوی ښار ډېر خوښېده او هيله درلوده، چې دسيل او لوبولپاره ښارته ولاړشي. داختر شپې ورځې رانېږدې شوې وې. يوه ورځ ساحل، دفرهاد دتره زوی دفرهاد دوی کره په مېلمستيا راغی. ساحل له فرهاد او اېمل نه ې وغوښتل، چې داخترپه ورځ دهغوی کره ښارته ورشي، څو يوځای لوبې او ساعت تيري وکړي. د اختر په ورځ ايمل او فرهاد هم دښارپه لور روان شول، په ټاکل شوي ځای کې يې فرهاد وموند اودرېواړه د لوبو دسامانونوپه لور ولاړل. پدې مهال فرهاد له هغوی نه بېل اولارترې ورکه شوه. هغه له هرچانه دخپلو انډيوالانو پوښتنه وکړه، خوهيچا ورسره مرسته نه شوای کولی. اېمل دوی هم په فرهاد پسې ډېر وګرځېدل خو هغه يې ونه موند. له فرهاد سره دساحل دوی دکور پته هم نه وه،چې هلته تللی وای. فرهاد همداسې خواشينی او په ژړا پر لار روان و، چې يوه لاروي ترې دهغه دژړا لامل وپوښت. فرهاد ورته دخپلو ملګرونه دورک کېدو وويل. لاروي ورته هغه دلوبوسامانونه وښودل، چې دې له اېمل دوی نه جلا شوی و. هغه په منډو ځان هلته ورساوه او ويې ليدل ، چې انډيوالان يې ورته ولاړ وو.  | | | فرهاد په ښار کې نابلده و، چې انډيوالانوبېل او لاره ترې ورکه شوه. |
فرهاد دساحل دوی په ليدوډېر خوشاله شو، خو ساحل دوی هغه ته په غوسه او سخت يې ورټه. فرهاد خپله ملامتيا ومنله او ژمنه يې وکړه،چې بيابه له خپلو انډيوالانونه بېليږي اوکه سره بېل هم شول، ددې لپاره، چې بيايو له بل نه ورک نشي، يوه نښه يې وټاکله، چې هلته به سره راټوليږي. |