 | | | ډاکتردعمر ناروغي لمر وهل وګڼل اولارښوونه يې وکړه، چې نورلمرته لوبې ونکړي.. |
يو وخت په يوه کلي کې درې انډيوالانو: عمر ، احسان او نجيب ژوند کاوه، چې دهغې سيمې هوا ډېره ګرمه وه. غرمه مهال به درې واړودکلي په لويه وياله کې لامبل. په دوی کې عمر عادت درلود، چې ترلمبا وروسته به سرو غرمو(لمر) ته کېناست. احسان او نجيب هغه له دې کارنه منع کاوه، خو هغه يې خبره بابېزه ګڼله. يوه ورځ دتل په څېر ترلامبلو وروسته سرو غرموته کېناست. پدې مهال يو لاروي هم له دې کارنه منع کړ او ورته ويې ويل، چې داوړي لمر سړی ناروغه کوي، خوعمر دهغه خبره هم ونه منله. بله ورځ احسان اونجيب دلامبلوپه نيت له کورنه ووتل، خودعمر هيڅ څرک ونه لګېد، هغوی دواړه دعمر دوی کورته ورغلل. عمر سخت ناروغ اوزړه بدوالی ورته پيداشوی و. پلاريې هغه په روغتون کې بستر او ډاکترترې دهغه دناروغۍ لامل وپوښت.  | | | عمرعادت درلود، چې تر لامبلو وروسته به هروخت سره لمر ته کېناست. |
عمر خپله ټوله کيسه ډاکتر ته وکړه،چې ترلامبلو وروسته هره ورځ سرو غرموته کېناست. ډاکتر دهغه ناروغي لمر وهل وګڼل او دهغه درملنه يې پيل کړه. عمر هوډ وکړ، چې وروسته تردې به لمر ته کيني اودخپلودوستانو او مشرانو خبروته به غوږ ږدي. |