 | | | هوسۍ او سوی ډېرنېږدې انډيوالان وو، چې هروخت به په خوړوپسې يوځای تلل. |
يو وخت په يوه ځنګله کې يوې هوسۍ او سويې ګډ ژوند کاوه، او به تل يو ځاى د ځنګله بلې برخې ته په خوړو پسې تلل. يو ه ورځ په لاره کې يوې بيزو هم ترې ددوستۍ غوښتنه وکړه. دهوسۍ بېزو نه خوښېدله او ويل به يې چې بېزوپه درد نه خوري. خوسوی دهغې دوستي ومنله. يوه ورځ سوی او هوسۍ په خوړو پسې ولاړل ، خوبيزوته يې څه ونه ويل. دلارې په اوږدوکې يوه ليوه په هوسۍ بريد وکړ. هوسۍ له ډېرې وېرې په يوه کنده کې پرېوته اوپښه يې ماته شوه. سوی په منډه ولاړه او بيزويې خبره کړه. بيزو له ځان سره يوه رسۍ هم راوړه اودهغې په مرسته يې هوسۍ له کندۍ راوويستله. بيزو دهوسۍ دپښې دټپ په ليدوپه ځنګله کې دهغې ونې په پاڼوپسې ولاړه، چې ماټ هډوکي يې جوړول.  | | | په ځنګله کې داسې يوه ونه ده، چې پاڼې يې هرډول ټپ رغولی شي. |
دهغې ونې ساتنه غوښې خوړونکو الوتونکو کوله ، چې څوک يې نږدې نه ورپرېښودل اوغوښې به ترې شلولې. څوشېبې وروسته هوسۍ په ټپي حالت له پاڼوسره راوسېدله اودونې پاڼې يې دهوسۍ په ټپ کېښودې. هوسۍ په خپلوکړنوډېره پښېمانه، له بيزونه يې بښنه وغوښتله او هوډيې وکړ،چې نوربه هيڅکله چاته په سپکه سترګه نه ګوري. |