|
د ژوند کيسې: نانځکې خاندي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مروه او محب هغه دوه کوچنيان وو، چې په يوه کلي کې او سېدل او يوځای به يې لوبې کولې. مروې نانځکه اومحب موټرک درلود، خو دواړه له يوازېتوب نه ډېر وېرېدل. سره دې چې وېرندونکي وو، خوبيابه يې هم دلوبوپرمهال دډار کيسې کولې. يوه ورځ هغوی دواړو لوبې کولې، چې پرې تياره ماښام شو. مروې محب ته وويلې، کله، چې په کوم کارپسې پخلنځي ته ځي،له ډارنه بل نفر هم له ځان سره بيايي. محب دخپلې هغې ورځې کيسه وکړه، چې په کورکې يوازې و، عجيب او غريب غږونه يې اورېدل. محب وويل، چې هرڅومره يې مورته چيغې وهلې، دهغې پرځای يې بل غږ اورېده، هيڅوک يې مرستې ته نه ورسېدل. محب او مروې خپل موټرک او نانځکه کوک کړل او پرې يې ښودل، چې ليرې ولاړ شي. پدې وخت کې يې ديوې لوړې خندا غږونه واورېدل، چې دهغوی وېره يې نوره هم زياته او ديوې ونې شاته پټ شول. دا خندا دموټرک او نانځکې وه. نانځکې دموټرک پام مروې او محب ته ورواړاوه او ويې ويل، چې پخوا هم محب دموټرک له غږ څخه وېرېدلی و. موټرک او نانځکې پرېکړه وکړه، چې دهغو ی دوېرې د له منځه وړلو لپاره ډېر ليرې ولاړ شي.
مروه او محب اړ شول، چې په موJرک او نانځکه پسې ولاړ شي، خو دلارې په اوږدو کې يې بيا دخندا غږونه واورېدل. هغوی غوښتل، چې بېرته وګرځي، خو نانځکه او موټرک ورته ډېرګران وو، نېږدې ورغلل او ويې لېدل، چې خندا دنانځکې او موټرک وه. محب او مروه وپوهېدل ، چې وېره يې بې ځايه وه اوپرېکړه يې وکړه، چې نوربه هيڅکله يوازې هم نه وېريږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||