 | | | کارغه چې دنورو په منځ کې دبې اتفاقۍ له اچولو خجالت و، ډېرې ليرې ولاړ. |
سوی، چونګښه او چوغکه درې انډيوالانې وې، چې ديوځای اوسېدو تکل يې وکړ. سوی وړانديزوکړ، چې ددې موخې لپاره بايد ګډ کار وکړي. دسوی خبره ټولو تاييد کړه. چونګښې داوبو، چوغکې ددانې راوړلو اوسوی دکور دصفايۍ او پخلي دنده پر غاړه واخيستله ددوی دکور ترڅنګ په يوه ونه کې يوکارغه هم اوسېده، چې ددوی خوښي اويوځای اوسېدل يې خوښ نشول. هغه هوډ وکړ، چې په منځ کې به بې اتفاقي واچوي. لومړی يې چونګښه ولمسوله، چې انډيوالان يې پرې ډېرکارکوي. وروسته يې چوغکې ته په شيطانت وويل، چې نورانډيوالان يې کارنه کوي، يوازې د ډوډۍ راوړلو شېبې شمېري. بيا سوی ته ورغی اوهغې ته يې هم دچونګښې دلامبووهلواودچوغکې دهوادچکر وهلو وويل. . کله چې شپه شوه، چونګښې وويل، چې تردې وروسته دکورچارې دا پرغاړه اخلي. چوغکې داوبو او سوی دډوډې پيداکولودنده واخيستله. سباماښام ټول خالي لاسونه کورته راستانه شول، ځکه چوغکې ونه کړای شول، چې اوبه اوسوی ډوډۍ پيدا کړي.  | | | کارغه ته دسوی، چوغکې اوچونګښې دوستي ښه نه اېسېده، دهغوی ترمنځ يې بې اتفاقي واچوله. |
ټولو شپه يې په لوږه تېره کړه. سهارمهال د هغې ونې لاندې سره راټول شول، چې کارغه پکې اوسېده. هغوی وويل، چې ددې بدبختۍ اوبې اتفاقۍ لامل يوازې همدا بخيل کارغه دی او بېرته سره يوموټی اوخپلوکارونو پسې ولاړل. کارغه ددوی دخبروپه اورېدو وشرمېد، له ونې والوت او ډېرلېرې دځنګله بلې ونه کې يې ځاله جوړه کړه. |