 | | | طالع په خپلوکړوپښېماني وښودله، چې ولې يې کاراوکسب نه و زده کړی. |
صالح او طالع او هغه دوه وروڼه وو، چې په يوه کلي کې اوسېدل او يوله بله سره يې ډېره مينه درلودله، خو کله ناکله به يې يوه دبل خبره نه منله. يوه ورځ صالح کار بوخت و، چې طالع راغی اوهغه يې له کارکولو منع کړ او ويل يې، چې له کار نه طالع غوره دي، خوصالح کار اوزيار اړين وباله. طالع ته غوسه ورغله اوله کورنه ووت. پدې مهال سختې سيلۍ دطالع خولۍ يوړه. هغه په خولۍ پسې دومره ليرې ولاړ، چې لارترې ورکه شوه. په طالع باندې په دښته کې شپه راغله، چې دسختې شپې ترتېرولو وروسته يوه سوداګر، چې زوي يې نه درلود، له ځان سره بوتللو. له بلې خوا صالح دخپل ورور په لټه دلارې په اوږدو کې له يوې بوډۍ سره مخ شو، چې نيمڅي يې جوړول. صالح له هغې نه دنيمڅيو اوبدل زده کړل. طالع په سوداګرۍ کې دډېرو شتوخاوند شوی و، خو يوه ورځ يې دمالونوکښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.  | | | طالع په دښته کې دسختې شپې ترتېرولووروسته يوه سوداګرله ځان سره بوتللو. |
طالع په خپلوکړوپښېماني وښودله، چې ولې يې دصالح خبره نه منله ، کاراوکسب نه و زده کړی. پدې مهال صالح هم راورسېد اود خپل ورور په ليدوډېرخوښ شو. صالح هغه ته وويل چې سوداګري اوس ستا کسب اودنيمڅي جوړول زما کسب دی. تر هغې ورځې وروسته صالح نيمڅي جوړول او طالع به هغه پلورل، چې پدې توګه دواړه دښو شتوخاوندان شول. |