 | | | کامران دوي دخپلونيالګيوښه پالنه وکړه، چې غټ شول دسيلاب مخه يې ونيوله |
احسان، کامران او زرمينه هغه درې انډيوالان وو، چې تل به يې يوځای لوبې کولې. يوه ورځ احسان دلوبولپاره په کامران او زرمينې پسې ولاړ. هغه زرمينه او کامران د نيالګيوپه اوبوکولو بوخت ولېدل. کامران لوبې ترهغې غوره وګڼلې ، خو هغوی يې خبره ونه منله اودنيالګيو دګټې يې وويل. بله ورځ دمالونودڅرپرمهال داحسان سترګې پخپلونيالګيوولګېدې، چې اېله څودانې پکې تازه اونورداوبودنه رسېدوله امله ټول وچ شوي وو. احسان خوښ او څاروي يې ورپرېښودل، چې دنيالګيوشنې پاڼې وخوري اوشېبه وروسته يې څاروي دزرمينې دوی نيالګيوته هم ورپرېښودل. زرمينه اوکامران دهغه پدې کار ډېرخواشيني شول. څوکاله وروسته سخت بارانونه وشول. دخوړ اوبو داحسان دوی دکوردېوال ونړاوه. احسان، چې کله له کورنه ووت دکامران دوی کوريې وليد ، چې هيڅ زيان ندی ور رسېدلی. هغه ددې کارلامل دکامران له پلارنه وپوښت.  | | | احسان لوبې دنيالګيوترپالنې غوره ګڼلې اودنيالګيوشنې پاڼې به يې څار ويوته شلولې. |
هغه دنيالګيوکېنول دسيلاوونوپرمخ کې سپروګڼل، چې نه پرېږدې اوبه کورته لارپيدا اوهغه ړنګ کړي. احسان پخپلوکړو ډېرپښېمان او هوډ يې وکړ، چې تردې وروسته به دنيالګيوښه ساتنه او پالنه کوي.. |