 | | | دښاروپه چغېدويوې کوترېدهغې مرستې ته ورودانګل اومېديې په مښوکه وواهه. |
امېد، کامران او فهيمه هغه درې دوستان وو، چې په يوه کلي کې سره اوسېدل او يوځای به يې لوبې کولې، په دوی کې اميد داسې هلک و، چې تل به يې الوتونکي مرغان ځورول. يوه ورځ امېد خپل انډيوالان دلوبو لپاره له ځان سره يوه داسې ځای ته بوتلل، چې هلته لوړې، لوړې ونې ترسترګوکېدې. ټاکلي ځای ته په رسېدو امېد يوې ونې ته وخوت چې د ښاروبچي راواخلي، خو په ځاله کې دښاروهګۍ پرتې اوبېرته له ونې راکښته شو. بله ورځ په ونه کې دښارودبچود غږپه اورېدوبيا ونې ته وخوت خود ښارو دچغېدوله امله يوې کوترې دښارو مرستې ته ورودانګل. کله چې اميدغوښتل دښاروځالې ته ځان ورسوي، کوترې په پخپله تېره مښوکه وواهه او په ژړا له ونې نه راکښته شو. داميد زړه آرام نه کاوه ، په سبايې بيا هغې ونې ته ورپورته شو، خو کله، چې يې دښاروبچي اخيستل، يوې جادوګرې ترې دښاروبچی جوړ کړ. اميد ډېروېرېدلی و، ژړل يې او جادوګرې ته يې زارۍ کولې، چې په ځاله کې يې زړه په تنګ شوی، آزاد يې کړي.  | | | امېد هغه هلک و، چې تل به يې الوتونکي مرغان ځورول. |
جادوګرې ورته وويل، چې ولې يې مرغان ځورول. پدې مهال دقسيم په نامه يو بل هلک دښارود بچي دچيغوپه اورېدو ونې ته وخوت. قسيم دښارودبچي دنيولوډېره هڅه وکړه خو بريالی نشو. اميد له جادوګرې هيله وکړه، چې بېرته ترې انسان جوړ کړي. هغې يې پدې شرط خبره ومنله، چې بيابه مرغان نه ځوروي. اميدپه خوښۍ له ونې راکښته شو. اميدخپلو انډيوالانوته ټوله کيسه وکړه او هوډيې وکړ، چې نوربه هيڅکله الوتونکي نه ځوروي. |