 | | | ماشومانو هوډ وکړ، چې نوربه هيڅکله دخدای په نعمتونوباندې ناشکري نه کوي. |
يو وخت په يوه کلي کې د خليل صالح او رقيې په نومونو څو دوستانو سره ګډ ژوند او يوځای لوبې کولې، چې هريويې يوه، يوه هيله درلودله. دخليل ارمان شتمني او درقيې د ځان زيات ښايست يوازينۍ هيله وه. دوی په همدې چورتونوکې وو، چې يو سپين ږيری راغی. سپين ږيری سم په لاره نشو تللی، ماشومانو ورسره مرسته وکړه، چې په بدل کې سپين ږيري هغوی ته دعا وکړه. خليل اورقيې ترې دنېکمرغۍ دراز وپوښتل. سپين ږيري هغوی نېکمرغه وګڼل، خو ماشومانويې په خبرو باور ونکړ. سپين ږيري ورته دنېکمرغۍ يو څونښې وښودلې او هغوی يې دموندنې په لټه روان شول. رقيه يوې کلاته ورسېدله. هغې دکلا تر مخ يوه ښکلې نجلۍ وليده. رقيې ترې دهغې دارمان وپوښتل، نجلۍ ددوی په څېر ژوندکول خپله هيله وښودله. رقيې دهغې په څېر ښايست خپل ارمان وښود. نجلۍ ورته دهغې دارمان پوره کېدل پدې شرط پوره کېدونکی وګاڼه، چې تل په هغې کلاکې بندۍ و اوسي. خليل هم ستړي ستومانه له يوه شتمن هلک سره مخ شو. هلک ورته ښه ډوډۍ تياره کړه خوخپله ليرې کېناست.  | | | سپين ږيري ماشومانوته دنېکمرغۍ څونښې وښودلې اوهغوی يې په لټه پسې ووتل. |
خليل دهلک دارمان وپوښتل. هلک خپل ارمان ددوی په څېرژوند وښود، ځکه ډوډۍ يې نشوه خوړلی. درېواړو ماشومانو پخپلوحالتونو شکر وويست او هوډيې وکړه، چې تردې وروسته به دخدای په نعمتونوناشکري نه کوي. |