 | | | کبيرله شاهين سره هوډ وکړ، چې نوربه له بمبې سره لوبې نه کوي،ځکه چې له اوبو ټول ګټه اخلي. |
کبير، مجيد، عاقله او شريفه هغه درې دوستان وو، چې په يوه کلي کې اوسېدل اوتل به يې له چينې نه په ګډه اوبه وړلې. يو کال وچکالي راغله او دچينې اوبه هم وچې شوې. کليوالوپه ګډه څاه وکيندله او بمبه يې پرې ولګوله. ماشومانوله بمبې نه په ډېراحتياط کار اخيست، خوکبيرهغه دلوبوسامان ګاڼه. مجيدبه تل لله بمبې سره لوبې کولې، چې په پای کې دبمبې پېچونه وغورځېدل او بمبه خرابه شوه. په سبا کبيرداوبو په لټه له څو نا اشنا ماشومانو سره يوځای شو. هغوی يوې زړې کلاته ننوتل، کبير هم ورپسې ولاړ. پدې وخت کې يو ډاروونکي غږ دکبيرپام ځانته ورواړاوه،چې خپل ځان يې شاهين وښود اوويل يې، چې څوبمبه جوړه نکړي، کبيربه ورسره بندي وي. کبيرخواشينی ناست و، چې پدې مهال يوه کوتره اوراغله اوله کبير سره يې دمرستې وويل. کبير ترې وغوښتل، چې له زړې کلا يې وباسي.  | | | کوترې له کبير سره کليوالوته دبمبې دپيچونوپه رسولوکې مرسته وکړه. |
کوترې داکارهغه مهال شونی وګاڼه، چې بمبه جوړه شي. کبيروويل، چې دبمبې پېچونه له ده سره دي.کوترې ترې پېچونه واخيستل. هغې پېچونه کليوالوته ورسول، چې هغوی بمبه جوړه اوکوترې په شاهين اوکبيرهم زېری وکړ. شاهين دبمبې دجوړېدودخبر په اورېدو کبيرآزاد کړ. کبيرهوډوکړ، چې نوربه له بمبې سره لوبې نه کوي، ځکه چې له هغې يوازې انسانان نه، بلکې څاروي او مارغان هم ګټه اخلي. |