BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:44 گرينويچ 2011 ,13 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: قيچي کول

قيچي کول
دبهشتې مور وويل، چې بهشتې دولولې دټيکري دقيچي کولوپرمهال غبرګ ټيکري قيچي کړيدي.
يو وخت د يوې غونډۍ پرسر په يوه لوړه کلا کې درې خورلڼو، بهشتې ولولې او وږمې له خپلوکورنيوسره ژوند کاوه او درېواړوبه يوځای لوبې کولې.

بهشتې يو عادت درلود، چې هر څه به په ګوتو ورتلل قيچي کول به يې. يوه ورځ وږمې بهشتې ته دخپلې نانځکې دواده خبر راوړ.

بهشتې خپلې نانځکې ته ښکلې جامې جوړې کړې وې، خو ولوله خواشينې وه، چې نانځکې يې نوې جامې نه درلودې.

بهشتې هغې ته ډاډګېرنه ورکړه، چې نانځکې ته به يې نوې جامې جوړې کړي. هغې د ولولې نوی ټيکرې واخيست او قيچي يې کړ.

ولوله دواده دنانځکې پر مهال خواشينې راغله او دبهشتې له لاسه يې دټيکري دقيچي کولو له امله په واده کې دنه ګډون وويل.

بهشتې ورته وويل، چې ولولې يې هم په بدل کې دهغې ټېکری قيچي کړی، چې دا هم نه غواړي ورسره لوبې وکړي، خو ولولې يې خبره دروغ وګڼله.

پدې وخت کې دبهشتې مور راغله او ويې ويل، چې بهشتې دولولې دټيکري دقيچي کولو پرمهال غبرګ ټيکري قيچي کړيدي.

قيچي کول
بهشتې يوعادت درلود، چې هرڅه به په ګوتو ورتلل هغه به يې قيچي کول.

بهشته دخپل ټيکري په قيچي کولو ډېره خواشيني شوه، خومور يې ورته په يوه شرط دنوې ټېکری ورکول ومنل، چې نوربه هيڅ شی نه قيچي کوي.

بهشتې دخپلې مور وړانديز ومانه او له ولولې يې بښنه وغوښته. مور يې ورته نوی ټيکری ورکړ او ټولو په خوښۍ خپلې لوبې پيل اودنانځکې واده يې جوړ کړ.

کوچني سوداګراند ژوند کيسې
کوچني سوداګران
‌طلايي کولپدژوند کيسې
‌طلايي کولپ
د غلې په تمهد ژوند کيسې
دغلې په تمه
 پټه خنداد ژوند کيسې
پټه خندا
خيالي نړۍد ژوند کيسې
خيالي نړۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>