نصرت الله صميم
|  |
سارا، شريف او شفيع درې همزولي وو،چې يوځای به يې لوبې کولې. ددې کلي اوسېدو نکي دچټليو له بدبويۍ نه په تنګ او تل به ناروغه کېدل. شريف به تل دنورو دکورونو ترمخ خځلې غورځولې. يوه ورځ يې دسارا دوی دکور ترمخ خځلو او زړو پلاستيکي کڅوړوته اور واچاوه. سارا منع کړ،خو شريف يې خبره بابېزه وګڼله. دکوڅې نورو ماشومانو هم دشريف په څېر خځلوته اور اچاوه اودکلي هوابه يې ککړوله. له ورځونه يوه ورځ شريف په کورکې دخځلو دسوځېدنې بدبوی حس کړ، په منډه کوڅې ته ووت اوهلته يې سارا ورټله، چې ولې يې خځلوته اور اچولی دی. شفيع داکار دنورو ماشومانو وباله ، چې پدې وخت کې بد بوی شريف بې هوښه او پرځمکه پرېوت. شريف دبې هوښۍ په حالت کې يو ډاروونکی غږ واورېد، چې دده څنګ ته رانېږدې کېده.  | | | شريف ډېری وخت دنورو دکورونوترمخ خځلو او زړو پلاستيکي کڅوړوته اور اچاوه. |
ډاروونکي غږ خپل ځان خځلې او دشريف همېشنی انډيوال وپېژاند او غوښتل يې چې تل دشريف سره و اوسي، خو. شريف په چيغو په هوښ شو. شريف په خپلو کړنوپښېمانه و، دسارا او شفيع سره يې هوډ وکړ، چې دکلي ټولې خځلې او چټليانې به له منځه وړي. سارا او شفيع هم خوښ شول او پدې کارکې يې له شريف سره دهمکارۍ ژمنه وکړه. |