 | | | اتل دخپلي بري او خيالي نړۍ ته درسېدو راز په ډېر زياراو هڅه کې وباله. |
اتل يو بېوزلي خو خواريکښ هلک و. هغه دسهار لخوا په جومات کی درس وايه، بيا به يې په بازار کی دلويې لارې پرسر دخلکوبوټان رنګول او مازيګر حکيم بابا ته ورتللو. دهغه همزولي ، رستم او نورو انډيوالانو به يې د اتل په زړو جاموملنډې وهلې او په لوبوکې به يې نه پرېښود، خو اتل به ځان دخيالي نړۍ څښتن باله. سارا، چې داتل دلوبو ملګرې وه، داتل دهمزولو پدې خبرو ډېره خواشينې کېده. هغې غوښتل، چی داتل د خيالۍ نړۍ راز مالوم کړي. هغې ددې راز دموندلو لپاره ډېره هڅه وکړه، خو بريالۍ نشوه. يو مهال په سيمه سخته وچکالي راغله او زياتره کليوال نورو سيموته کډه شول. اتل دوی هم بازار ته کډې کولوته اړشول. کلونه تېرشول، يو وخت ساراسخته ناروغه شوه، پلاريې د درملنې لپاره دښار وتلي ډاکتر ته بوتلله.  | | | سارا په اتل د ملنډو وهلوله امله خواشينې شوه، خو اتل ځان دخيالي نړۍ څښتن باله. |
کله چې سارا دډاکتر کتنځي ته ور دننه شوه، دډاکتر په لېدو ډېره حيرانه او ترڅنګ يې دزياتې خوښۍ احساس وکړ، ځکه چې ډاکتر هماغه اتل و. سارا له اتل نه دهغې دبري د راز په اړه وپوښتل. اتل دخپلې خيالي نړۍ راز په ډېر زيار کې وباله او ويې ويل، چې هره ورځ به يې له حکيم بابا سره درس وايه، چې په پايله کې يې ځان تر دې برېده را ورساوه. |