 | | | اسد او شريفې هوډ وکړ، چې نوربه هيڅکله له اور سره لوبې نه کوي. |
اسد او شريفه هغه خور او ورور وو، چې نوي د خپلې کورنۍ سره له مهاجرت نه راستانه شوي وو. اسد دخپل ګاونډي له زوی، نديم سره انډيوال شوی و او يوځای به يې لوبې کولې او رمه به يې پېوله. د ژمي يوه سړه ورځ وه، اسد او شريفې پسونه پېول، چې په دې وخت کې يې ساړه وشول. نديم هم راغی او هغوی ته يې له خسو اور بل کړ. هغوی ځانونه ګرمول، چې پدې مهمال دشريفې لمنې اور واخيست او نېږدې وو، چې ټول بدن يې وسوځوي. له نېکه مرغه داوبو وياله دهغوی ترڅنګ بهېدله. نديم د شريفې دلمنې اور په اوبو مړ اوټول خپلوکورونوته ولاړل. کله چې اسد دشپې ويده شوپه خوب کې يې وليدل، چې کوټې اور اخيستی اوټول پکې اېساردي. داسد پلار له خلکو او اطفايې مرسته غوښتله. اسد په خوب کې چيغې وهلې، چې په دې مهال يې مورله خوب نه راويښ کړ. اسد ټوله کيسه خپلې مور او پلار ته وکړه.  | | | دشريفې لمنې اور واخيست او نېږدې و، چې ټول بدن يې وسوځوي. |
داسد پلار هغوی پوه کړل، چې داور بلولوپرمهال دې له لويانومرسته وغواړي اوله اور نه دې ځانونه ليرې وساتي . اسد او شريفې هوډ وکړ، چې نوربه هيڅکله له اور سره لوبې نه کوي. |