BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:41 گرينويچ 2010 ,25 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې : کرکټ

کرکټ
صالح عزيز او جمال ته دکرکټ لوبه ورزده اوهغوی ترې دخپلوکړنوبښنه وغوښتله.
صالح هغه هلک و، چې نوی له کډوالۍ نه له خپلې کورنۍ سره کلي ته راستون شوی و او له دکلي له نورو هلکانو سره يې بلدتيا نه درلودله.

يوه ورځ يې په کور کې زړه په تنګ شوه او دکلي ميدانۍ ته ووت. هلته يې دعثمان، نقيب او عزيز په نومو دکلي هلکان وليدل، چې لوبې يې کولې.

صالح هم ترې غوښتل، چې دی هم په لوبه کې ونيسي، خو داچې په هغه په لوبه نه پوهېده، هلکانو په لوبه کې ونه نيو او بېرته خواشېنی ولاړ.

دصالح هغه لوبه ډېره خوښېدېله، څوپرله پسې ورځې دهلکانوخواته ورغی، خو هغوی لوبه نه ور زده کوله.

بله ورځ صالح دخپل ماما کره بل کلي ته ولاړ او هلته يې دکرکټ په سيالۍ کې له نورو هلکانوسره برخه واخيسته.

پدې مهال عزيز او نقيب هم دسيالۍ دکتلو لپاره راغلل، دکرکټ لوبه ورته ډېره په زړه پورې واېسېدله او هيله يې درلودله، چې هغوی يې هم زده کړي.

صالح په ورين تندي عزيز او جمال په لوبه کې دبرخې اخيستې لپاره ور وبلل اوهغوی له لنډ وخت کې دکرکټ لوبه زده کړه.

کرکټ
عزيز او نقيب لوبې کولې، صالح هم ترې په لوبه کې دګډون غوښتنه وکړه، خو هغوی ونه منله.

عزيز او نقيب پخپلو کړنو ډېر پښېمان وو او له صالح نه يې بښنه وغوښتله.

وروسته له هغې ورځې صالح، عزيز، نقيب اوعمثمان سره ډېر کلک انډيوالان شول او هره ورځ به يې په خوښۍ يو ځای لوبې کولې.

تورې اوبهد ژوند کيسې
تورې اوبه
له اور سره لوبېد ژوند کيسې
له اور سره لوبې
جادويي دسترخوان د ژوند کيسې
جادويي دسترخوان
سبزپريد ژوند کيسې
سبز پري
صندليد ژوند کيسې
صندلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>