 | | | سبزپرې دخپل ليک، لوست په مرسته خپله کورنۍ دديوله منګولووژغورله. |
په پخوا زمانو کې د سبز پري او سرې پري په نومونودوې خوېندې دکوه قاف په لمن کې په يوې ښکلې ماڼۍ کې اوسېدلې.د سبز پري له زده کړې سره مينه وه، خو دسرې پري زده کړه بد اېسېدله. دماڼۍ په يوه خونه کې ښوونکی غلامانوته زدکړه ورکوله، سرې پري ددروازې له شانه، له سرې پري نه په پټه پوره ليک لوست زده کړ. يوه ورځ په ماڼۍ کې شور جوړشو، چې يوښاماردکوه قاف په لور ور روان و.دپريانو مور لارښوونه وکړه، چې ښځې دتورغره لمنې ته لاړې شي. هغوی دلارې په اوږدوکې دديومنګولوته پرېوتلې. پدې مهال دديو غلام دديودزوي دنا څا پي ناروغۍ وويل. ديوغلام حکيم ته په دارو پسې واستاوه. غلام له حکيم څخه ددارونسخه راوړه. ديو غو ښتل ،چې ددارو په ګمان نسخه خپل زوی ته ورکړي.سبزپري هغه له دې کارنه منع کړ. هغې ديو پوه کړ، چې په کاغذ کې داروليکل شوي. دديو په قلمرو کې څوک په ليک لوست نه پوهېدل،دېوخواشينی و، چې څوک به نسخه ولولي. سبزپري ورته وويل، چې هغه به يې نسخه پدې شرط ولولي،چې وروسته هغوي ټول آزاد کړي.ديو يې شرط ومانه او سبزپري نسخه ولوستله.  | | | سبزپري دديودناروغ زوی نسخه ولوستله اوديود هغوی دآزادۍ امر ورکړ. |
ديو دارو راوغوښتل ،زوی يې جوړ او اسيرانو ته يې وويل،چې دکوه قاف دښارمارتر ورکېدوپورې به دوي ټول له هغه سره مېلمانه وي. دسبزپري مور له سبزپري نه ډېره خوښي څرګنده کړه، چې هغوی يې دديوله منګولو وژغورل او وعده يې وکړه، چې خپل قلمروته له ستنېدوسره سم به له پاچانه وغواړي، څوټولوته ليک لوست ورزده کړي. |