BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:23 گرينويچ 2010 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: غوره لوبغاړی

غوره لوبغاړی
حميد تر درملنې وروسته نشه پرېښودله اوژمنه يې وکړه، چې نور هلکان به هم له نشې ژغوري.
يو وخت په يوه کلي کې دوه دوستان، نسيم او حميدسره اوسېدل . نسيم يو دنګ او قوي لوبغاړی و. په کلي کې به چې هره سيالي کېدله ، ده به پکې لومړی مقام ګټلو .

يوه ورځ حميد د نسيم سره دلوبولپاره دهغوی کره ولاړ، خو دنسيم خور، شکريې وويل، چې هغه هره ورځ دبرکلي له نذير سره کوم ځای ته ځي.

حميد دخپلو نورو انډيوالانوسره دلوبو لپاره ولاړ، خو نسيم ته ډېرپرېشانه و، چې په دې مهال نسيم په الوتې بڼه دهغوې څنګ ته راورسېد.

حميد له نسيم نه وغوښتل، چې لوبې ورسره وکړي، خو هغه پرته له ځواب نه خپله لار ونېوله.

بله ورځ دنسيم ټولګيوالو حميدته په ښوونځي دنسيم دپرله پسې غيرحاضرۍ وويل.دې خبرې د حميد پرېشاني نوره هم زياته کړه.

نسيم هڅه يې وکړه، چې دنسيم دغيابت راز ومومي. يوه ورځ يې نذيراو نسيم ولېدل، چې ديوې کنډوالې په لور روان وو.

حميد هغوی وڅارل اوپه ډېرې حيرانتيا يې وليدل، چې دواړه پوډر څکوي. حميد راتلونکې ورځ دفوټبال سيالي جوړه او نسيم يې راوباله.

نسيم د يوه او حميد د بل ګروپ سرټيم و ټاکل شو. دلوبې دپيل په شېبوکې نسيم ستړې شو، لوبه يې پرېښودله او په نامالوم لوري ولاړ.

حميد خبره دنسيم له پلار سره شريکه کړه او دواړه دهغه په لټه شول، چې په پاې کې يې دنشې په حال په يوه کنډواله کې وموند.

غوره لوبغاړی
نسيم يې پلار دنشې په حالت کې وموند اوددرملنې لپاره يې روغتون ته ولېږداوه.

دنسيم پلار غوښتل، چې نسيم ښه ووهي، خوحميد يې مخه ونيوله. دنسيم پلار هغه ددرملنې لپاره روغتون ته ورساوه،چې تر درملنې وروسته يې نشه پرېښودله.

هغه پداسې حال کې، چې له حميد نه يې مننه کوله، ژمنه يې وکړه،چې وروسته تر دې به نور هلکان هم دنشې کولو ته نه پرېږدي اوخپله پاتې لوبه يې پيل اودتل په څېربريالی شو.

خوبوليد ژوند کيسې
خوبولي
زنجيربافد ژوند کيسې
زنجيرباف
 نرګس د ژوند کيسې
نرګس
توره غوټهد ژوند کيسې
توره غوټه
خواخوږی ورورد ژوند کيسې
خواخوږی ورور
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>