اجمل فطرت
|  |
 | | | پوليسودپلټنې پرمهال له حفيظ اوبشيرنه دپوډرو غوټه ترلاسه اوهغوی يې ونيول. |
يو وخت په يوه کلي کې درېوو انډيوالانو، حفيظ، احمد او بشير ژوندکاوه ،چې د حفيظ له کلي ليرې تګ ډېر خوښېده. يوه ورځ حفيظ اوبشير په لوبو بوخت وو، چې دبنجاري غږ يې واورېد، چې کورت او هګۍ يې اخيستې. هغوی له خپلو کورونو نه کورت او هګۍ راوړې، بنجاري ترې په لوړه بيه وپېرودې او ترې ويې غوښتل، چې تل ورته کورت او هګۍ راوړي. بله ورځ درې واړه انډيوالان په لوبو بوخت وو، چې بنجاري بياراغی او هغوی ته يې دکورتو اوهګيوپه نامه يوه غوټه ورکړه> بنجاري له ماشومانو وغوښتل، چې د زياتوپيسوپه بدل کې هغه غوټه بازارته ورسوي. که څه هم احمد هغوی دنااشنا سړي سره له تګ نه منع کړل، خو حفيظ اوبشيرد نوموړي غوټه واخيسته اود بازارپه لور روان شول. د لارې په اوږدوکې دپوليسو سره مخ شول، چې دپلټنې پرمهال يې ترې د پوډرو غوټه ترلاسه اوهغوی يې بنديان کړل. هغوی ډېرخواشيني وو، چې ولې يې داحمد خبره ونه منله اود پيسو په بدل کې يې د نا آشنا سړي غوټه واخيسته.  | | | بنجاري دکورتواو هګيوپه نامه دپوډرو غوټه هلکانوته ورکړه،چې بازارته يې ورسوي. |
څوشېبې وروسته پوليسو بنجاري ونيو. پوليسوماشومان آزاد او ترې ويې غوښتل، چې وروسته تردې دکورنۍ له اجازې پرته ليرې ځای ته ولاړنشي اوله ناآشنا خلکودې څه نه اخلي. بشيراو حفيظ په خپلوکړنوډېرپښيمانه وو او ژمنه يې وکړه، چې نوربه د خپلولويانوله مشورې پرته هيڅ ځای ته نه ځي. |