ر حيمه او مکۍ دوه خورلڼې وې چې هر وخت به يې يو ځای لوبې کولې. يوه ورځ دلوبوپر مهال د ذکيې په نامه يوه نابلده نجلۍ دهغوی خواته ورغله. رحيمې هغه نجلۍ کلي ته نوې راغلې وګڼله چې غوښتل يې له دوی سره لوبې وکړي. مکۍ هغه پردۍ وګڼله او رحيمه يې له هغې سره له لوبو منع کړه. مکۍ درحيمې خبرو ته ارزښت ونکړ اوذکيه يې لوبو ته راوبلله. بله ورځ مکۍ د نانځکې واده جوړ کړ چې ذکيه هم دخپلې نانځکې سره ورغله. شېبه وروسته ذکيه له رحيمې سره په چای پسې ولاړه. مکۍ ته د هغوی د صميميت په لېدو په زړه کې کينه پيدا اوله قصده يې دذکيې نانځکه ماته کړه. ذکيه دخپلې ماتې نانځکې په ليدلو خواشينې اوپه ژړا کوته ولاړه. رحيمې له مکۍ نه خپه او رحيمه يې يوازې پرېښودله.  | | | ذکيه دخپلې ماتې نانځکې په ليدلو خواشينې اوپه ژړا کوته ولاړه. |
دشپې چې مکۍ خوب يوړه،په خوب کې د ذکيې ماتې نانځکې هغه له ځان سره يوځای لوبوته بوتلله، خو نورو نجونو دهغې سره لوبې نه کولې. دذکيې نانځکې له هغو وغوښتل چې لوبې ورسره وکړي، خونجونو دهغې نانځکه ماته او مکۍ په ژړاپيل وکړ. موريې له خوب نه راوېښه کړه. مکۍ په منډه ځان دذکيې دوی کره ورساوه دخپل کارنه دپښېمانۍ په څرګندولويې له هغې نه بښنه وغوښتله. |