 | | | مرغۍ ساتونکي دخپلې کيشکرې قفس حکيم بابا ته وسپاره چې انسان ترې جوړ کړي . |
يووخت په يوه کلي کې يوهوښيار حکيم اوسېده چې هره ورځ به يې خپلو لمسيانوته ديوې ونې لاندې سبق وايه. يوه ورځ صميم او فرشتې حکيم بابا ته وويل چې له سبق لوستلو ورته خوب کول ښه دي خو حکيم بابا هغوي ماشومان وګڼل. حکيم باباورته وويل چې پخوا د مرغانو په څېربې خولې اوبې ژبي وو خو سبق ويلو له هغوی نه انسانان جوړ کړل. پدې وخت کې يوساده مرغۍ ساتونکي دحکيم بابا خبرې واورېدې اودخپلې کيشکرې قفس يې هغه ته وسپاره چې انسان ترې جوړ کړي . ډېره موده وروسته مرغۍ ساتونکی حکيم بابا ته راغی او ترې يې غوښتل چې دهغه په انسان بدله شوې کېشکره ور وسپاري. د دې لپاره چې د ساده سړي زړه مات نه شي، حکيم باباهغه ته يو ليک ورکړ اويوسوداګرته يې واستاوه. مرغۍ ساتونکي ګمان وکړ چې سوداکر دده کيشکره ده، دليک په ورکولو يې له هغه نه وغوښتل چې کورته ورسره ولاړ شي.
 | | | مرغۍ ساتونکی له حکيم بابا نه دهغه په انسان بدله شوې کېشکره وغوښتله. |
سوداګردليک تر لوستلو وروسته مرغۍ ساتونکي ته په ښوپيسودنده ورکړه . مرغۍ ساتونکی خوښ شواوله سوداکر سره يې يوځای کار پيل کړ. |