 | | | ډبرې ماتوونکي هيله وکړه چې بېرته دپخوا په څېرډبرې ماتوونکی شي. |
و نه و په پخوا زمانو کې يو ډبرې ماتوونکی و چې هره ورځ به يې له غره نه ډبرې راوړلې. دهغه يوازينۍ هيله داوه چې ترټولو زورور واوسي. يوه ورځ له غره دډبرې دماتولوپر مهال دډبرې ماتوونکي پښه وښويېده ، په يوه ژوره کنده کې پرېووت او بې هوښه شو. کله چې په هوښ راغی په يوه ناآشنا ځای کې يې يوناآشنا هلک خپل سرته ناست ولېد. هلک هغه ځای دهيلوپاچاهي وګڼله. هلک وويل چې دلته دهرچاڅلور هيلې پوره کيږي. وروسته ډبرې ماتوونکي يوپاچا وليد چې يو شمېرکسانويې تخت پراوږو کړی او نوروبدرګه کاوه. هغه ګمان وکړچې ټولو زورور به همدا وي، هيله يې وکړه چې ددې پاچا پرځای دې وټاکل شي. دهغه لومړۍ هيله پوره شوه. يوه ورځ دهغه سترګې لمر وبرېښولې.ګمان يې وکړ چې لمربه ترده هم زورور وي، هيله يې وکړه چې لمر شي. درېيمه هيله يې هم پوره شوه. بله ورځ ورېځو دهغه مخه ډپ کړه اوله ځان سره يې وويل چې ورېځ ترده هم قوي ده. هغه په ورېځ بدل شو.  | | | يوه ورځ ډبرې ماتوونکی دکارپرمهال له غره نه دلاندې ولوېداوبې هوښه شو. |
هغه له غوسې باران پېل اوپه سيلابونويې هرڅه يوړل خو ويې ليدل چې دغره ډبرې لاهماغه شان پرځای ولاړې وې او يوبل ډبرې ماتوونکی يې ماتوي. هغه وويل چې ترټولو زورور ډبرې ماتوونکی دی او هيله يې وکړه چې بېرته ډبرې ماتوونکی شي. دهغه داهيله هم پوره او په خوښۍ بېرته خپل کار ته ستون شو. |