 | | | سليمه اوفرهاد چې کله ددروغوويلوپه پايله پوه شول ، پخپلو تېروعملونويې پښېماني وښودله . |
يو وخت په يوه کلي کې د فرهاداو سليمې په نومونو ورور او خور ژوند کاوه چې تل به يې دروغ ويل اودنورو له ځوورولوبه يې خونداخيست. دوی دواړه يوه ورځ دلوبو په نيت له کورنه ووتل خو داسې څوک يې پيدانکړل چې دروغ ورته ووايي. هغوی پخپلو منځوکې دسباوون وويل چې په خپلودروغويې له رحمت سره په شخړه واړاوه. پدې مهال يوې تيزې سيلۍ هغوی له ځان سره يوړل. سليمې او فرهاد ډېرې نارې سورې ووهلې خو څوک يې مرستې ته ونه رسېدل چې پدې وخت کې يې يو عجيب غږ تر غوږو شو. دغږ خاوندخپل ځان رښتيا وباله او له هغوی دواړو يې وغوښتل چې داسې يو رازپيدا کړي چې دهغه او خپل دښمنان وشرموي. رښتيا په جادويي هنداره کې دفرهاد دوی کلي وښود چې انډيوالانويې ددوی په اړه دروغ ويل. سليمه اوفرهادډېرپه غوسه شول.  | | | فرهاد اوسليمې ددروغوپه ويلودنوروله ځورولو او جنګ اچولو خوند اخيست. |
هغوی دخپلوانډيوالانو ددروغو په اورېدلو پوه شول چې دروغ ويل بدکاردی او پخپلو تېروعملونويې پښېماني وښودله او هوډيې وکړ چې نوربه هيڅکله دروغ ونه وايي. رښتيا هم د راز په پيداکولو خوښ اوهغوی يې دسيلۍ په مرسته بېرته خپل کلي ته واستول اوله خپلوملګرويې ددروغوله ويلو بښنه وغوښتله. |