 | | | نا آشنا سړي له نورو په پټه شعيب ته دوه کڅوړې خواړه ورکړل اوډبره يې ترې واخيستله |
په يوه کلي کې دشعيب ، بلال او ښايسته په نومونو درې انډيوالان وو چې تل به يې يوځای څاروي څرول ،لوبې به يې کولې او له کورونوبه يې خوراکي توکي له ځانونوسره وړل. په دوی کې زبير يو بدعادت درلود چې کله ناکله به يې له کورنه نورشيان وړل اوله دکاندار سره به يې په خوراکي توکوبدلول. هغه يوه ورځ يوه قيمتي ډبره له کوره راوړه چې دکاندار ته يې ورکړي خو ښايستې دهغوي پام يوه ناآشناسړي ته ورواړاوه چې دوي ته ورنېږدې شو. نا آشنا سړي دخوړويوه ډکه کڅوړه شعيب ته ورکوله اوله هغه يې وغوښتل چې په بدل کې هغه ډبره ده ته ورکړي. ښايستې شعيب له دې کارنه منع کړ او و يې وويل چې داشان ډبرې هغوي هم لري اودپلار له خولې يې هغه ډېره باارزښته وګڼله. بله ورځ نا آشنا سړي له نورو په پټه شعيب ته دوه کڅوړې خواړه ورکړل اوډبره يې ترې واخيستله. خوکله چې ښايسته خبره شوه شعيب يې پدې کار و رټه.  | | | زبير يو کله ناکله له کورنه نورشيان راوړل اوله دکاندار سره به يې په خوراکي توکوبدلول. |
شعيب پخپل کار ډېر پښېمانه وو خو څه لاسته نه ورتلل.پدې وخت کې ناآشنا سړی په غوسه راغی او ويل يې چې شعيب دکاڼي له منځ نه مرغلره اخيستي. وروسته مالومه شوه چې دشعيب مور مرغلره لا پخوا له کاڼي اېستلې او پخپله ګوتمۍ کې يې لګلولې وه. |